کندهار ( پژواک ۲ غویی ۱۴۰۰) د کندهار ښار په عینو مېنه کې ځانمرګی برید شوی چې ۳ ملکي وګړي یې ټپیان کړي دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند لومړي څارن جمال ناصر بارکزي پژواک اژانس ته وویل، ځانمرګی بریدګر پلی و او پیشمني پرمهال موخې ته له رسېدو مخکې یې چاودنه کړې ده.
دی وايي، په دې پېښه کې یوازې بریدګر وژل شوی او بل چا ته زیان نه دی اوښتی.
خو یوه امنیتي سرچینه وايي، په دې پېښه کې ۳ تنه ملکي وګړي سربېرن ټپيان شوي دي.
یوه بله سرچینه بیا وايي چې دغه کس ماین لېږداوه او چاودنه یې کړې ده.
دا پېښه داسې مهال کېږي چې په کندهار ښار کې د ولسمشر د راتګ له امله ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
ټاکل شوې ده ولسمشر نن کندهار ته سفر وکړي چې لومړی به مومند نړیوال روغتون پرانیزي او وروسته به په ولایت مقام کې په یوې لویې ولسي غونډه کې ګډون وکړي.
Views: 141
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP