جلال اباد (پژواک، ۳ غويی ۱۴۰۰): د ملي اردو چارواکي وايي چې د ننګرهار حصارک ولسوالۍ کې يې د طالبانو د سرې قطعه د يوه قوماندان په ګډون ۳۱ وسله وال وژلي دي.
چارواکي دغه راز د ۱۳ تنو نورو وسله والو د ټپي کېدو ادعا هم کوي.
ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مسوولين وايي چې وسله والو ته دا مرګ ژوبله د هوايي او ځمکني بريدونو پرمهال اوښتې ده.
د سيلاب قول اردو مرستيال وياند تورن سيد مقصود صاحبزاده د غويي په ۳مه پژواک اژانس ته وويل چې تېرو ٢٤ ساعتونو کې ګډو افغان ځواکونو پر وسله والو طالبانو د حصارک ولسوالۍ ظريف خېلو سيمه کې هوايي او ځمکني بريدونه کړي دي.
هغه زياته کړه چې په دغو بريدونو کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د يوه قوماندان په ګډون ۳۱ وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.
دی ډاډ ورکوي چې دغو بریدونو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو که څه هم په دې تړاو څه نه دي ويلي خو په تېر کې يې دغې ولسوالۍ کې د خپلو وسله والو په لوي شمېر د مرګ ژوبلې ادعاوې رد کړې دي.
Views: 58
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن