ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هغه خبر ناسم دی چې ګواکې ژر به ۷۰۰۰ طالب بندیان خوشې شي

هغه خبر ناسم دی چې ګواکې ژر به ۷۰۰۰ طالب بندیان خوشې شي

author avatar
26 Apr 2021 - 15:39
هغه خبر ناسم دی چې ګواکې ژر به ۷۰۰۰ طالب بندیان خوشې شي
author avatar
26 Apr 2021 - 15:39

کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۰): هغه خبر چې ژر به ۷۰۰۰ طالب بندیان خوشې او د طالب مشرانو نومونه به له تور نوملړه وایستل شي، ناسم دی او د «شېرمحمد عباس ستانکزي» په نوم له جوړ شوي جعلي ټویټر څخه خپور شوی دی.

ادعا: په نږدې راتلونکې کې به ۷۰۰۰ طالب بندیان خوشې او د طالب مشرانو نومونه به له تور نوملړه وایستل شي.

خامه پرس، خبريال وېبپاڼې، اريانا نيوز خصوصي تلوېزيون او ځينو نورو رسنيو نن خبر خپور کړی، وایي، د طالبانو د مرکچي پلاوي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي تېره ورځ پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې ډېر ژر به د طالبانو ۷۰۰۰ نور بندیان خوشې او د طالبانو د مشرانو نومونه به د ملګرو ملتونو له تور نوملړه وايستل شي.

دا خبر په خواله رسنیو کې هم ډېر لاس په لاس شوی دی.

حقیقت موندنه:

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دغه خبرونه ناسم بولي،وایي:”د افغانستان اسلامي امارت د مذاکراټي ټيم مرستیال شېرمحمدعباس ستانکزی د ټويټرهېڅ اکاونټ نه لري.”

مجاهد، د عباس ستانکزي په نوم د جوړ شوي ټویټر انځور هم خپور کړی او وایي :”دغه اکونټ جعلي دی، اعتنا مه ورته کوئ.”

دا په داسې حال کې ده چې تېره شنبې (د غویي څلورمه) د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ويلي و، تر هغو چې د سولې تړون نه ‌وي شوی، د افغانستان دولت د طالبانو نور زندانیان نه‌ خوشې کوي؛ ځکه چې د ده په وینا، حکومت مخکې هم د طالبانو بندیان خوشې کړل، خو د سولې لپاره یې ګټه ونه کړه.

د افغانستان حکومت مخکې ۵۰۰۰ طالب بندیان او طالبانو زر تنه د دولت کسان له زندانونو خوشې کړل.

د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح هم مخکې ویلي و چې د پنځو زرو طالبانو خوشې کول د حکومت لویه تېروتنه وه او بیا به تکرار نه ‌شي.

د دوحې تړون له مخې بايد د بين الافغاني خبرو تر پيل (تېر کال د وږي تر ۲۲مې) وروسته په درېیو میاشتو کې د طالبانو ټول بندیان خوشې شوي وای.

دغه راز په دغه تړون کې راغلي چې د بين الافغاني مذاکراتو له پيل سره به متحده ايالتونه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له نورو غړو او افغانستان سره په دې هدف دیپلوماټيکې هڅې پيل کړي چې د ۲۰۲۰ کال د مې تر ۲۹مې د بنديزونو له نوملړ څخه د طالبانو د غړو نومونه وايستل شي.

پايله: ځینو رسنیو د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال د ټویټري پوست پر بنسټ خبر ورکړی چې د طالبانو اووه زره نور بندیان خوشې کیږي او د طالب مشرانو نومونه له تور نوملړه ایستل کیږي، خو طالبان دغه ټویټري پاڼه جعلي بولي او وایي چې عباس ستانکزی تویټرپاڼه نه لري.

حکم: په نږدې راتلونکې کې د طالبانو د ۷۰۰۰ بندیانو د خوشې کېدو او له تور نوملړه د طالب مشرانو د نومونو ایستلو خبر ناسم دی.

Visits: 1542

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.