جلال اباد (پژواک، ٧ غويى ١٤٠٠) : سرچينې وايي چې د ننګرهار د محبس رييس د قتل په جرم په ٢٥ کلونو بند محکوم شوى بندي خوشې کړى او ورسره يوځاى تښتېدلى دى.
د دغه ولايت يوې لوړ پوړې باوري سرچينې د غويي په ٧مه، پژواک اژانس ته وويل چې له دې پېښې څخه تر خبرېدو وروسته پرون امنيتي ځواکونو د محبس پر رييس احمد شاکر قاضي زاده چاپه ووهله، خو هغه له سيمې څخه تښتېدلى و.
سرچينې زياته کړې، نوموړي د قتل په جرم یوبندي چې په ٢٥ کلونو بند محکوم و، د رخصتۍ په نوم له محبس څخه ايستلى و.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا قضيه له څو ورځو راهيسې په څارنوالۍ کې وه، خو کله چې پرون يې د نيولو لپاره عمليات کېدل؛ نو د محبس رييس په تېښته بريالى شوى و.
د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال اجمل عمر هم پژواک اژانس ته وويل چې د محبس مسوول قاضي زاده د ۷۰ زره ډالرو په مقابل کې يو بندي په ضمانت خوشې کړى دى.
هغه زياته کړه، کله چې مرکز له دې پېښې خبر شوى، د خوشې شوي بندي او د محبس د رييس د نيولو امر کېږي؛ نو دواړه نامعلوم لوري ته تښتېدلي دي.
اجمل عمر وايي، د محبس رييس د نيولو لپاره د ننګرهار امنيه قوماندانۍ د امنيت مسوولين ورغلي، خو وړاندې تر دې چې دوی محبس ته ورسېږي هغه خبر شوی او تښتېدلی دی.
د هغه د معلوماتو له مخې چې ازاد شوی بندي هم له هېواده بهر تښتېدلی دی.
تر اوسه د ننګرهار ولايت رسمي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP