ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د محبس رييس له يوه بندي سره یوځای تښتېدلى

د ننګرهار د محبس رييس له يوه بندي سره یوځای تښتېدلى

author avatar
27 Apr 2021 - 15:31
د ننګرهار د محبس رييس له يوه بندي سره یوځای تښتېدلى
author avatar
27 Apr 2021 - 15:31

جلال اباد (پژواک، ٧  غويى ١٤٠٠) : سرچينې وايي چې د ننګرهار د محبس رييس د قتل په جرم په ٢٥ کلونو بند محکوم شوى بندي خوشې کړى او ورسره يوځاى تښتېدلى دى.

د دغه ولايت يوې لوړ پوړې باوري سرچينې د غويي په ٧مه، پژواک اژانس ته وويل چې له دې پېښې څخه تر خبرېدو وروسته پرون امنيتي ځواکونو د محبس پر رييس احمد شاکر قاضي زاده چاپه ووهله، خو هغه له سيمې څخه تښتېدلى و.

سرچينې زياته کړې، نوموړي د قتل په جرم یوبندي چې په ٢٥ کلونو بند محکوم و، د رخصتۍ په نوم له محبس څخه ايستلى و.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا قضيه له څو ورځو راهيسې په څارنوالۍ کې وه، خو کله چې پرون يې د نيولو لپاره عمليات کېدل؛ نو د محبس رييس په تېښته بريالى شوى و.

د  ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال اجمل عمر هم پژواک اژانس ته وويل چې د محبس مسوول قاضي زاده د ۷۰ زره ډالرو په مقابل کې يو بندي په ضمانت خوشې کړى دى.

هغه زياته کړه، کله چې مرکز له دې پېښې خبر شوى، د خوشې شوي بندي او د محبس د رييس د نيولو امر کېږي؛ نو دواړه نامعلوم لوري ته تښتېدلي دي.

اجمل عمر وايي، د محبس رييس د نيولو لپاره د ننګرهار امنيه قوماندانۍ د امنيت مسوولين ورغلي، خو وړاندې تر دې چې دوی محبس ته ورسېږي هغه خبر شوی او تښتېدلی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې چې ازاد شوی بندي هم له هېواده بهر تښتېدلی دی.

تر اوسه د ننګرهار ولايت رسمي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 3320

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.