ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلیلزاد: که طالبان د یوه سیاسي توافق پروړاندې خنډ رامنځته کړي د امریکا له مخالفت سره به مخ شي

خلیلزاد: که طالبان د یوه سیاسي توافق پروړاندې خنډ رامنځته کړي د امریکا له مخالفت سره به مخ شي

author avatar
28 Apr 2021 - 12:40
خلیلزاد: که طالبان د یوه سیاسي توافق پروړاندې خنډ رامنځته کړي د امریکا له مخالفت سره به مخ شي
author avatar
28 Apr 2021 - 12:40

کابل(پژواک،۸غویی ۱۴۰۰): د افغانستان د سولې لپاره د امریکاځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، که چېرې طالبان د یوه سیاسي توافق پروړاندې خنډ رامنځته کړي او واک ته د رسېدو لپاره نظامي لاره غوره کړي د امریکا او متحدینو له مخالفت سره به مخ شي.

خلیلزاد دغه څرګندونې تېره ورځ د امریکا د مشرانو جرګې د بهرینو اړیکو د کمېټې له غړو سره په یوه ناسته کې وکړې او ویې ویل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان حکومت ژر سقوط ونه کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان کړی چې د روان میلادي کال د سپټمبر تر ۱۱مه به ټول امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

خلیلزاد هیله وښوده چې د افغانستان رهبرانو به له هغو تېروتنو زده کړه کړې وي چې کله د شوري ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او کوم حالت رامنځته شو.

د ده په باور، د یوې ډلې له خوا په زور د خپلې ارادې تپل پر پر بلې ډلې پایله نه ده ورکړې او د ثبات او پرمختګ لامل هم نه دي شوي.

خلیلزاد ویلي چې طالبان کولی شي له تاوتریخوالي څخه په لاس اخیستو سره په یوه سیاسي جریان بدل او سوله ومني.

نوموړي زیاته کړې که چېرې طالبان د یوه سیاسي توافق پروړاندې خنډ رامنځته کړي او واک ته د رسېدو لپاره نظامي لاره غوره کړي د امریکا او متحدینو له مخالفت سره به مخ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین سي ان ان ته ویلي :(( هیڅوک بیا په افغانستان کې له کورنۍ جګړې سره علاقه نه لري.))

هغه زیاته کړې: (( ډاډه یم چې د افغانستان خلک دغه علاقه نه لري،نه د افغانستان دولت او نه هم طالبان ددغه کار علاقه مند دي او حتی د افغانستان هیڅ ګاونډی هم دغه کار نه غواړي.))

Visits: 227

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.