ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سیلابونو په هرات او غور ولایتونو کې ۳۱ تنه وژلي

سیلابونو په هرات او غور ولایتونو کې ۳۱ تنه وژلي

author avatar
4 May 2021 - 20:28
سیلابونو په هرات او غور ولایتونو کې ۳۱ تنه وژلي
author avatar
4 May 2021 - 20:28

هرات (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۰) : ځآیي چارواکي وایي چې په هرات او غور ولایتونو کې د سیلابونو له امله ۳۰ تنه مړه او خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د غویي په ۱۴مه، پژواک اژانس ته وویل چې تر سختو اورښتونو وروسته له تیرې شپې راهیسې ددې ولایت په ادرسکن، اوبه او شینډنډ ولسوالیو کې ته درانه  مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

هغه زیاته کړه، چې ۱۲ تنه په ادرسکن، لس تنه به اوبه او دوه تنه په شینډنډ ولسوالۍ کې مړه شوي چې ټول ۲۴ تنه کیږي.

د فرهاد په وینا، سیلابونو دغه راز د خلکو سلګونه څاروي او کرنیزې ځمکې هم له منځه وړي او ډیر کورونه یې نړولي دي.

د والي ویاند وایي چې د والي په مشرۍ د بیړنیو حالاتو غونډه وشوه، څو زیانمنو خلکو سره مرستې وشي.

بلخوا د هرات په ګاونډ غور ولایت کې هم سیلابونو خلکو ته درانه مالي او زیانونه اړولي دي.

د غور ولایت مقام لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ولایت کې د سیلابونو له امله اوه تنه مړه شوي، ۱۶۳ کورونه ویجاړ شوي، ۶۵۰ هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړ او سلګونه خلک بې ځایه شوي دي.

د سرچینې په وینا، دغه راز ۲۱۰ څاروي هم له منځه تللي دي.

ددې ترڅنګ په سرپل او سمنګان ولایتونو کې هم سیلابونو زیانونه اړولي دي.

Visits: 56

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.