ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هندوستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر شل ميليونو ته ورسېد

هندوستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر شل ميليونو ته ورسېد

author avatar
4 May 2021 - 12:03
هندوستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر شل ميليونو ته ورسېد
author avatar
4 May 2021 - 12:03

کابل (پژواک، ١٤ غويى ١٤٠٠) : په هندوستان کې د کرونا ناروغانو شمېر شل ميليونو ته رسېدلى او تر ٢٢٠ زرو ډېر کسان يې له امله مړه شوي دي.

که څه هم په هندوستان کې د کرونا لومړۍ څپه کنټرول شوې وه او ډېر خلک پرې نه وو اخته شوي، خو له تېرې مياشتې راهيسې هلته د کرونا دويمه څپه په ډېرې تېزۍ سره خپره شوې، تر دې پورې چې په روغتونونو کې د ناروغانو لپاره ځاى نه و او اکسيجن هم خلاص شوى و.

د هندوستان د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه هېواد کې د کرونا ناروغانو شمېر له شل ميليونو څخه اوښتى او تر امريکا وروسته هند دويم هېواد دى چې په کې ډېر خلک پر کرونا اخته شوي دي.

دغه راز په هند کې تر ٢٢٠ زره ډېر کسان تر اوسه د کرونا له امله مړه شوي چې تر امريکا او برازيل وروسته درېيم هېواد دى چې زیات کسان په کې مړه شوي.

د هندي چارواکو د معلوماتو له مخې، هره ورځ په دغه هېواد کې شاوخوا ٣٥٠ زره کسان پر کرونا اخته او درې نيم زره مړه کېږي.

د امريکا په ګډون ګڼ شمېر هېوادونو له هندوستان سره د اکسيجن او نورو درملو بېړنۍ مرستې پيل کړې دي.

بلخوا د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې هم کرونا په تېزۍ سره خپرېږي، هره ورځ تر پنځه زره کسانو پورې پر کرونا اخته او تر ١٠٠ زيات مړه کېږي.

د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې تر اوسه ١٥٤ميليونه کسان پر کرونا اخته، ٣ ميليونه او ٢٢٥ زره کسان یې له امله مړه او ١٣٠ ميليونه بېرته ترې روغ شوي دي.

Visits: 92

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.