ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تر جولای میاشتې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو اړوند راپور ناسم دی

تر جولای میاشتې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو اړوند راپور ناسم دی

author avatar
4 May 2021 - 17:57
تر جولای میاشتې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو اړوند راپور ناسم دی
author avatar
4 May 2021 - 17:57

کابل(پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۰): په کابل کې د امریکا سفارت او طالبانو د سیاسی دفتر ویاند هغه راپور رد کړی چې ګواکي خلیلزاد له طالبانو سره د روان کال تر جولای میاشتې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر د پای ته رسېدو په تړاو خبرې کړې دی.

ادعا: طالبان او امریکایان له افغانستانه تر جولای میاشتې د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر پر پای ته رسېدو د خبرو په حال کې دي.

طالبانو د دوحې تړون له مخې د مې تر میاشتې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله، خو د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر د روان کال تر سپتمبر میاشتې پای ته رسېږي. خو طالبانو دغه تصمیم له دوحې تړونه سرغړونه بولي او د سولې خبرو په هر ډول ناسته کې یې خپل ګډون رد کړی دی.

خو طلوع نیوز تېره ورځ (د غويي ۱۳مه) د «باخبره سرچینو» په حواله خبر ورکړی چې اوس مهال طالبان له امریکا سره پر خبرو بوخت دي چې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره پر جولای میاشت توافق وکړي، څو د دواړو لوریو ترمنځ پیداشوې بې باوري له منځه لاړه شي.

یاد خبر کې راغلي، که امریکا او طالبان په دې برخه کې توافق وکړي طالبان به بېرته خبرو ته حاضر شي، د ترکیې په ناسته کې چې ټاکل شوې د افغانستان سولې په تړاو ترسره شي به ګډون وکړي او تاوتریخوالی به هم کم کړي.

د طالبانو پخواني قوماندان سیداکبر اغا په دې اړه طلوع نیوز ته ویلي: ((همداسې چې امریکا د وتلو لپاره وخت ټاکلی، طالبان یې نه مني، او یو داسې وخت به وټاکل شي چې منځنی وي او د واړو لوریو لپاره د منلو وړ وي.))

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دې وروستیو کې د طالبانو او افغان دولت له مرکچي پلاوو سره جلا لیدنې ترسره کړې دي.

حقیقت موندنه:

په کابل کې د امریکا سفارت یوه لوړپوړي چارواکي هغه راپور رد کړ چې کواګې زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره د وتلو د نوي مهال وېش په اړه خبرې کړې دي.

دغه لوړپوړي دېپلوماټ نن وویل چې خلیلزاد قطر ته ددې لپاره نه و تللی چې د ځواکونو ایستلو نوی مهالوېش وټاکي، بلکې هغه په ​​قطر کې له طالبانو سره د دوحې په خبرو کې د پرمختګ، د استانبول د کنفرانس د ترسره کېدو او تاوتریخوالي د کمولو په اړه خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړه چې له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو مهالوېش له نظامي چارواکو سره تر مشورې وروسته اعلان شوی.  که د وتلو پر مهال طالبان برید وکړي،له کلک عبرګون سره به مخ شي.

دغه راز په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم پژواک خبري اژانس ته وویل: «په دې اړه څه نه شته.»

پایله: د جولای په میاشت کې د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره د نوې نېټې ټاکلو په اړه د خبرو راپور په کابل کې د امریکا سفارت یوې سرچینې رد کړ او ویلي یې دي چې خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره په دې موضوع خبرې نه دي کړې؛ او دغه راز په قطر کې د طالبانو ویاند هم دغه خبر رد کړ.

پرېکړه: د جولای په پیل کې له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو په اړه بحث ناسم دی.

Visits: 362

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.