ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

موسسې: د حکومت وروستیو حرکتونو مو فعالیتونه له ستونزو سره مخ کړي

5 May 2021 - 10:17
5 May 2021 - 10:17

کابل (پژواک،۱۵ غويی۱۴۰۰): ځينې غیر دولتي موسسې (NGO) د ولسمشرۍ ریاست د لومړي مرستیال له دفتره حکومتي ادارو ته له یادو موسسو سره د هر ډول تړون د منعې او په دغه برخه کې څو موارد «جوړشوی چوکاټ» په خپلو چارو کې لاسوهنه ګڼي او وايي، له یاد اقدام وروسته په روان مالي کال کې یو شمېر تړونونه ځنډېدلي دي.

د یادو موسسو استازو د حکومت له خوا د «جوړ شوي چوکاټ» پر ځینو مواردو نیوکه کړې، هغه یې په یو ډول خپلو چارو کې لاسوهنه بللې او ویلي یې دي، دغه چوکاټ باید تعدیل شي.

خو حکومتي مسوولین وايي چې اوس مهال په هېواد کې پر ډېری پروژو کار روان دی، هرکله چې موسسې د دغه چوکاټ اړوند ملاحظات لري هغه موارد هم تعدیل کېږي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر: له موسسو سره د هر ډول تړون لاسلیک منع دی

د ولسمشرۍ ریاست د لومړي مرستیال دفتر د ۱۳۹۹ کال په کب میاشت کې د ولسمشر دویم مرستیال دفتر ته یو مکتوب لېږلی، په یاد مکتوب کې راغلي: “د موسسو د فعالیت لپاره د چوکاټ تر جوړېدو ټولې دولتي ادارې دې له ملي او نړیوالو غیر دولتي بنسټونو سره د هر ډول تړون له لاسلیک څخه ډډه وکړي.”

سرچینې لیکلي، د طرزالعمل د خپرېدو له وخت څخه د اړوند واحد د سند تر اعلانه له داخلي او بهرنیو غیردولتي بنسټونو سره په خپلواکه توګه د هر ډول تړون یا هوکړه لیک لاسلیک بند او باور نه لري، د دغه کار په صورت کې سربېره پر دې چې ټول مسوولیت لاسلیک کوونکي ته متوجه دی، له یاد کس سره به د اداري سرغړونو اړوند مقررو په اساس چلند کېږي.

موسسې: د حکومت وروستیو کړنو مو فعالیتونه له ستونزو سره مخ کړي

د «معلولینو ټولنیز مرکز» رییس حمید عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، که حکومت خپل تصمیم ته بیاکتنه ونه کړي هېڅ ډونر به په دې طریقه فنډ ریزینګ ته حاضر نه شي، په پایله کې به په افغانستان کې د ټولو موسسو فعالیتونه بند شي، دا به د افغانستان د خلکو په حق کې لوی ظلم وي.

د حمید عزیزي په باور، مدني بنسټونو او موسسو د حکومت په جوړښت او هېواد کې د ډېموکراسۍ په وده کې مهم رول لري، باید اساسي رول یې نادیده ونه ګڼل شي او فعالیتونه یې محدود نه شي.

په ورته وخت کې د یوې کورنۍ موسسې کارکوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي پژواک ته وویل، د افغان حکومت وروستیو حرکتونو د موسسو کارونه له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه زیاته کړې: “لېږل شوو مکتوبونو او جوړو شوو چوکاټونو ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي، له ټولو ډېرې مهمې دوه لویې ستونزې (یوه دا چې اوس مهال پروژې بندې شوې، بله دا ده چې هرکله پروژې لاسلیک نه شي د مدني ټولنې بنسټونه خپلې پروژې بېرته اخلي) ډېرې د اندېښنې وړ دي.”

نوموړي زیاته کړه: “ډونران د پروژو د تمویل مخه نیسي. د بېلګې په ډول د افغانستان په ولایتونو کې د احتمالي وچکالۍ اټکل شوی، خو په همدې مکتوب او له غیر دولتي بسټونو سره د دولتي بنسټونو د تړونونو د منع کېدو له امله مو په دغې برخه کې د افغانستان لپاره ډېری پروژې له لاسه ورکړې دي او ډونرانو یې خپلې پروژې بېرته اخیستې دي.”

یادې سرچینې په دې برخه کې «جوړ شوي چوکاټ» ته په اشاره وویل: “په دغه چوکاټ کې راغلي چې پروژې باید د حکومت له خوا مدیریت شي، خو انجوګانې په ځانګړې توګه نړیوالې انجوګانې دغه موضوع نه مني.”

نوموړي زیاته کړه چې د یاد چوکاټ له مخې تصمیم نیول شوی چې د انجوګانو انلاین راپور ورکول له منځه لاړ شي او د ولسمشرۍ په لومړي معاونت کې تازه تشکیل رامنځته شي چې د پروژو د پروسس پړاو له ستونزو سره مخ کوي، ځکه اقتصاد وزارت د پروژو د طی مراحلو لپاره لوی تشکیل لري چې د ولسمشرۍ ریاست په لومړي معاونیت کې دغه کوچنی تشکیل نه شي کولای د پروژو کارونه پر مخ یوسي.

هغه هم ګواښ وکړ چې که دغه چوکاټ ته بیاکتنه ونه شي د انجوګانو فعالیت به چې هر کال یې د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې سلګونه پروژې مخته وړلې محدود شي.

هغه چوکاټ چې له مخې به یې د انجوګانو تړونونه ترسره شي

افغان حکومت د انجوګانو د فعالیت د ترسره کېدو لپاره «له غیردولتي موسسو(NGOs) سره د تړونونو او هوکړه لیکونو لاسلیک» په نوم چوکاټ جوړ کړی دی.

دغه چوکاټ په ۱۳ پاڼو کې چې سریزه، مبنا، موخې، د تطبیق ساحه، د موجوده ستونزو او میکانیزم څېړل، د واحد تړون د موډل(نمونې) نه موجودیت، نظارت، راپور ورکول، د تړونونو او هوکړه لیکونو د تطبیق او تنظیم مرحلې، د تړونونو او هوکړه لیکونو د نظارت کمېټې دندې او صلاحیتونه، د تړون او هوکړه لیک د لاسلیک مرحلې، د دولتي ادارو او وزارتونو په وسیله د میکانیزم څارنه، د تړونونو او هوکړه لیکونو د نظارت کمېټه، د راپور ورکولو میکانیزم، د ادارو مسوولیتونه او غیردولتي موسسو(NGOs) طبقه بندي په کې شامل دي.

د همدغه چوکاټ له مخې به له دولتي ارګانونو سره د انجوګانو تړونونه ترسره کېږي.

موسسې: چوکاټ نیمګړی او د موسسو له قانون سره مخالفت کې دی، باید تعدیل شي

د انجوګانو د استازو له خوا د ارزول شوي چوکاټ کاپي هم پژوک ترلاسه کړې چې په هره برخه کې یې د انجوګانو نیوکې لیکل شوې دي.

په کابل کې د یوې داخلي موسسې رییس چې د نوم له یادولو یې ډډه کوله پژواک ته وویل، د ټولو موسسو استازو په ګډه دغه طرحه ارزولې او په ډېری برخو کې یې ملاحظات لري.

د نوموړي په خبره، د انجوګانو لومړۍ ملاحظه د چوکاټ د سریزې د دویم پراګراف په اړه ده.

هغه وویل: “(د «غوره مدیریت» کلمه د تفسیر وړ ده. لازمه ده چې د دغې اصطلاح پر ځای د «غوره نظارت» او «غوره همغږۍ» کلمې استفاده شوې وای.”

نوموړي روښانه کړه چې انجوګانې د دغه چوکاټ په نورو برخو (۱- د تړونونو او هوکړه لیکونو د تنظیم مرحله ۲- د تړونونو او هوکړه لیکونو د تطبیق او مدیریت حمله ۳- د هوکړه لیکونو او تړونونو د پای ته رسېدو مرحله) کې هم ملاحظات لري.

پر دې سربېره د انجوګانو مسوولینو ویلي چې د دغو درېیو پړاونو لپاره باید وخت وټاکل شي او ټول هغه استثناات چې د وخت د تمدید لپاره مطرح دي باید په دغه چوکاټ کې روښانه شي چې په کار کې د ابهاماتو لامل نه شي.

د سرچینې په خبره، په همدې ترتیب په دغه چوکاټ کې پر ډېری شاملو موادو ملاحظات موجود دي او ټولې موسسې په دغه چوکاټ کې د اصلاحاتو د راوستو غوښتنه کوي.

د «معلولینو د ټولنیز مرکز» رییس حمید عزیزي په دې اړه وویل، افغان حکومت د قانون او حکومتدارۍ د حاکمیت عالي شورا د پرېکړې په اساس د انجوګانو لپاره د فعالیت چوکاټ جوړ کړی، خو هغه موسسې چې د دغه چوکاټ پر ځینو برخو یې ملاحظات لرل ویلي، څو چې په دغه چوکاټ کې لازم اصلاحات رامنځته نه شي نه یې مني.

هغه زیاته کړه: “دغه چوکاټ نه یوازې د انجوګانو لپاره د منلو وړ نه دی، بلکې هغه ډونران چې افغانستان کې کار کوي هم د حکومت له دغه چوکاټ سره موافق نه دي، ځکه ډونران د اداري فساد د موجودیت له امله پر افغان حکومت باور نه لري.”

د یوې کورنۍ انجو کارکوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وویل، د افغان حکومت وروستیو حرکتونو د انجیوګانو فعالیتونه له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه زیاته کړه: “د حکومت له خوا جوړ شوی چوکاټ او لېږل شوي مکتوب ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي.”

حکومتي ادارې: د چوکاټ تر جوړېدو، له موسسو سره ګډ پروګرامونه ځنډول شوي دي

د موسسو ډېری فعالیتونه د پوهنې، روغتیا او بیارغونې په برخو کې وي چې له پوهنې، عامې روغتیا او کلیو پراختیا وزارتونو سره په همکارۍ، د هېواد په لرې پرتو سیمو کې خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

د حکومت د ځینو اړوندو مطبوعاتي ادارو مسوولین په داسې حال کې چې په دې اړه ډېر جزییات نه ورکوي؛ د بېلابېلو څرګندونو په کولو سره وایي چې یاد دواړه اقدامات، د پروژو په پلي کېدو کې د ځنډ لامل شوي دي.

د کلیو پراختیار وزارت ویاند فریدون اژند پژواک ته وویل چې دغه وزارت د نوي چوکاټ تر جوړېدو، له موسسو سره خپلې ګډې برنامې ځنډولې دي.

هغه زیاته کړه: “موږ له ۹۰ سلنې ډېرې خپلې پروژې د پراختیایي شورا په مرسته تطبیقوو او له موسسو سره لږ کار کوو. د وزارت لپاره یې کومه ستونزه نه ده رامنځته کړې او د درېدلو پروژو د کار د بیا پیل لپاره، د حکومت امر ته په تمه یو.”

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ملي دسترخوان پروګرام دویم فاز چې کار یې د انجوګانو په همکارۍ ترسره کېده عملي پیل شوی؛ ځکه لومړي مرستیال د دې برنامې اهمیت ته په کتو، استثنا کړې او د پلي کېدو اجازه یې ورکړې ده.

د «بېړنیو او بشردوستانه پروګرام هوکړه لیک او تړونونو» تر سرلیک لاندې د متحد المال د (۵۹۲۹) شمېرې مکتوب په کاپي کې چې د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر له لوري په ۱۹/۱۲/۱۳۹۹ نېټه د ولسمشرۍ چارو ادارې ته استول شوی، راغلي: «د یادو مراتبو په پام کې نیولو سره او د بېړني پروګرام د پیسو د احتمالي مسترد کېدو مخنیوي په منظور، دولتي او غیردولتي ادارې، کولای شي د ولسمشرۍ عالي مقام حقوقي ستر مشاوریت له خوا د چمتو شوي چوکاټ تر بشپړېدو، هغه تفاهمنامې چې استعجالیت نه لري، په ضمیمه شوي جدول کې خانه پري او د ولسمشر لومړي مرستیال ته یې واستوي؛ څو په اړه یې په وخت اجراات وشي.»

بلخوا د عامې روغتیا وزارت ویاند غلام دستګیر نظري پژواک ته وویل، هغه روغتیایي پروژې چې په مرکز او ولایتونو کې د انجوګانو له خوا پرمخ وړل کېږي، تر اوسه یې د قرارداد وخت نه دی بشپړ شوی، ځکه ډېری تړونونه دوه یا درې کاله وړاندې ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړه، هغه تړونونه چې وخت یې پوره کېږي، د تمدید لپاره یې پر بیا اعلان کار روان دی او په دغه برخه کې ستونزه نه شته.

د پوهنې وزارت ویاندې نجیبې ارین پژواک ته وویل چې له انجوګانو سره د دغه وزارت پروژې اوس هم دام لري او د ۲۰۲۱ کال له پیله تر اوسه، په مختلفو برخو کې له انجوګانو سره د شاوخوا ۵۰ پروژو قرارداد شوی دی.

هغې له نورو جزییاتو پرته وویل: “د پروژو لپاره ټول اسناد شریک شوي، د موضوع د استعجالیت په اساس به ژر تر ژره ځواب ترلاسه کړو، لاسلیک شوی هوکړه او قانوني طی مراحل جریان لري.”

د نوموړې په وینا، دغه پروژې په تخار، اروزګان، بامیان، بلخ، هرات، کندهار، غور، ننګرها او … ولایتونو کې د تجهیزاتو، زده کړې، د سیمه ییزو ټولګیو جوړولو او سواد زده کړې کورسونو او نجونو ته د سپورټ په برخو کې قرارداد شوې دي.

کار پوهان: د موسسو فعالیت باید د یوه چوکاټ په محور کې وي

د خصوصي پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو کار پوه قیس محمدي، د انجوګانو فعالیت لپاره د حکومت چوکاټ وستایه او ويې ویل،هر ډول اقتصادي او غیر اقتصادي فعالیت چې ترسره کېږي، باید د یوه چوکاټ پر بنسټ وي.

خو هغه زیاته کړه چې په دغه چوکاټ کې باید د انجوګانو غوښتنې هم په پام کې ونیول شي څو د هغوی د فعالیت خنډ نه شي؛ ځکه دغه بنسټونه لوی خدمت ترسره کوي او تل داسې مسوولیتونه اخلي چې حکومت یې نه شي ترسره کولای.

هغه د انجوګانو په چارو کې د حکومت د نه لاسوهنې په اړه وویل: “دغه چوکاټ چې د حکومت له لوري جوړ شوی، په هېڅ ډول حکومت ته داسې صلاحیتونه نه ورکوي چې د انجوګانو په اصلي چارو کې لاسوهنه وکړي.”

نوموړي زیاته کړه، په دغه چوکاټ کې باید د انجوګانو له غوښتنو سره سم بدلونونه رامنځته شي.

خو په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي او د هېواد د پلان پخواني وزیر رمضان بشردوست پژواک ته وویل: “انجوګانې په افغانستان کې د خیر کار نه کوي، بلکې د شرکت کار مخته وړي….. د فعالیت لپاره یې باید یو چوکاټ جوړ شوی وای.”

نوموړي زیاته کړه: “له بده مرغه په افغانستان کې هېڅ شی د خلکو په ګټه نه دی، خلکو ته نه حکومت او نه هم انجوګانو ګټور کار کړی، له افغانستان سره ۹۹ سلنه مرستې حیف و میل شوې دي….”

اقتصاد وزارت: چوکاټ نه دی بشپړ شوی، په هغه کې د غیر دولتي موسسو نظریات ځای کېږي

د اقتصاد وزارت ویاند صبور نریمان پژواک ته وویل، هغه مکتوبونه چې د ولسمشر لومړي مرستیال له خوا ټولو ادارو ته په متحدالمال ډول استول شوي، موخه یې د کار قوي کول، د غیردولتي موسسو اغېزناک توب، د موسسو، دولت او بسپنه ورکوونکو تر منځ لا نوره همغږي، د انجوګانو په کار کې روڼ والی، د انجوګانو دوامداره پرمختګ او پیاوړي کول او دولت ته د راپور ورکولو سیستم پیاوړي کول دي.

هغه زیاته کړه: “چوکاټ یوازې له دولتي بنسټونو سره د غیردولتي موسسو پر هغو هوکړو متمرکز دی چې د حقوقي واحد او ولسمشر لومړي مرستیال له خوا جوړ شوی او د همدې مسودې متحدالمال ټولو غیردولتي او اړوند بنسټونو ته استول شوی دی.”

نوموړي د انجوګانو د نیوکو په اړه وویل چې د غیر دولتي موسسو نظریات یې جلب کړي، تر اوسه د چوکاټ کار نه دی نهایي شوی، ښایي د غیردولتي موسسو نظریاتو ته هم په کې ځای ورکړي.

هغه زیاته کړه چې د دغو مکتوبونو په صادرېدو، د غیر دولتي موسسو په کار کې هېڅ ډول ځنډ نه دی راغلی د دوی د پروژو استعجالیت او اهمیت ته په کتو د موسسو د پرژو تطبیق جریان لري او ډېرې نورې نوې پروژې هم منظور شوې دي، چې تطبیق یې د خدماتو د عرضې او هېواد اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره د اهمیت وړ دی او د نوو منظور شوو پروژو کار هم روان دی.

د هغه په خبره، غیر دولتی موسسې اوس مهال د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د نږدې ۸۰۰میلیونو ډالرو په لګښت شاوخوا درې زره بېلابېلې پروژې پلې کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، تر دې دمه ۱۹۱۲ داخلي او ۲۶۷ بهرنۍ انجوګانې له دغه وزارت سره ثبت دي، چې د هېواد په مرکز او مختلفو ولایتونو کې فعالیت کوي.

غیر دولتی موسسې (NGO) له داوطلبانه ټولنیز سازمان څخه عبارت دي چې په یوه مشخص ځای کې په غیر انتفاعي، غیر سیاسي او غیر دولتي ډول د ټولنیزې هوساینې او پرمختګ لپاره کار کوي.

د ولسمشر لومړي مرستیال مطبوعاتي دفتر دې ته په ځواب کې چې انجیوګانو دوه یاد حرکتونه په یو ډول نه یو ډول خپلو کارونو کې مداخله بللې او په یوه چوکاټ کې یې د تعدیل غوښتنه کړې وه، داسې معلومات وړاندې کړل: «د حکومتولۍ او قانون حاکمیت عالي شورا او د جمهوري ریاست عالي مقام ستر حقوقي مشاوریت د یاد سند پر ترتیتبولو کار کوي چې د حقوقي واحد (د جمهوري ریاست عالي مقام ستر حقوقي مشاوریت) په وسیله د یو واحد سند له بشپړېدو وروسته به له موسسو سره د هوکړه لیک لاسلیک بېرته عادي حالت ته وګرځي.

Hits: 136

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.