ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد: که طالبان سوله ونه کړي نړيواله ټولنه د جمهوريت ترڅنګ دريږي

خليلزاد: که طالبان سوله ونه کړي نړيواله ټولنه د جمهوريت ترڅنګ دريږي

author avatar
8 May 2021 - 11:56
خليلزاد: که طالبان سوله ونه کړي نړيواله ټولنه د جمهوريت ترڅنګ دريږي
author avatar
8 May 2021 - 11:56

کابل (پژواک، ١٨غويى ١٤٠٠) : د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازی زلمى خليلزاد وايي چې که طالبان سوله ونه کړي؛ نو نړيواله ټولنه به د جمهوريت پلوه افغانانو ترڅنګ ودريږي.

زلمي خليلزاد دغه څرګندونې ازبکستان او تاجکستان ته تر سفر وروسته پرون د جرمني په برلين ښار کې د افغانستان په تړاو د امريکايي ټولنې، بريتانيا، ايټاليا، ناروې او ناټو له ځانګړو استازو سره ناسته کې کړې دي.

هغه تېره شپه په خپل ټويتر کې ليکلي، له يادو سفرونو او ناسته کې د ګډون موخه د افغان سولې په تړاو د نړيوالې اجماع رامنځته کول دي.

ده زياته کړې، د افغان سولې په تړاو ځانګړې نړيواله اجماع رامنځته شوې، ټول غواړي چې د دغې شخړې سياسي هوارى په کار دى او تاوتريخوالى بايد ختم شي.

د خليلزاد په وينا، نړيواله ټولنه په يوه خوله د زور له لارې په افغانستان کې د واک له ترلاسه کولو سره مخالفه ده.

د امريکا ځانګړي استازي ليکلي چې د افغان شخړې د اړونده لوریو مشران بايد د سولې له دې فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي او دې ٤٠ کلنې جګړې ته د پاى ټکى کېږدي.

هغه زياته کړې : “که چېرې طالبان سوله غوره نه کړي، د رامنځته شوې اجماع پر اساس به موږ په راتلونکي کې د هغو افغانانو ترڅنګ ودريږو چې د جمهوریت د ساتنې لپاره هڅې کوي، خو د جمهوريت لوري سياسي يووالى اړين دى.  ”
خليلزاد وايي، نړيواله اجماع يواځې د سولې لپاره نه ده، بلکې نړيواله ټولنه له افغانستان سره د نوي فصل په برخه کې هم بشپړه همکاري کوي.

Views: 94

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.