کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۰): د کانونو او پټرولیم وزارت یو جدول ښیي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د کانونو له شاوخوا ۷۴۸ ساحو، شاوخوا ۲۸۳ ساحې د دولت د وسله والو مخالفینو، ۲۸۱ ساحې د دولت او پاتې نورې د زورواکو په واک کې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد د کانونو ساحو په اړه معلومات راټول کړي دي؛ د دغه وزارت یوې سرچینې د دغو معلوماتو پر اساس یو ترتیب شوی جدول له پژواک سره شریک کړی او وایي چې دغه معلومات له ۱۳۹۷ کال څخه تر ۱۳۹۹ کاله پورې راټول شوي دي.
په یاد جدول کې د کانونو د سیمو شمېر، موقعیت، د منرالونو ډول او دا چې د چا تر واک لاندې سیمو کې دي، په اړه یې معلومات وړاندې شوي دي.
په دغه جدول کې د کانونو د کيندونکو پېژندنه هم ذکر شوې، خو پژواک یې په دې اړه د سم وضاحت نه شتون له امله په راپور کې نه ذکر کوي.
شمېرې ښيي، دولت په کابل کې د کانونو پر ۱۳۹ ساحو، په بدخشان کې پر ۳۷ ساحو، په فراه کې پر ۲۴ سیمو، په لوګر کې پر ۱۹ سیمو، په خوست کې پر ۱۳ سیمو او په ۱۱ نورو ولایتونو کې په ټوله کې ۴۹ ساحو کنټرول لري.
خو طالبان بیا په بدخشان کې پر ۱۶۵ سیمو، هلمند کې پر ۱۶، نورستان کې پر ۱۱، کندوز کې پر ۱۱، اروزګان کې پر اتو ساحو او په ۲۱ نورو لایتونو کې پر ۷۲ ساحو کنټرول لري.
دغه راز په جدول کې ترتیب شوې شمېرې ښيي چې زورواکي په کونړ کې د کانونو پر ۱۲۷ ساحو، سمنګان کې پر ۱۰، بغلان کې پر لسو، میدان وردګو کې پر ۹، کندوز کې پر شپږو سیمو او په ۷ نورو ولایتونو کې پر ۲۷ ساحو واک لري.
د ولایتونو او ولسوالیو په تفکیک د کانونو ساحې:
وړاندې شوي معلومات ښیي چې د نورستان په کامدېش، دواب، برګمټال او وایګل ولسوالیو؛ د کندهار په خاکریز، ارغستان، شاه ولیکوټ، تخته پل، ژېړۍ، ډنډ او دامان، د جوزجان مرکز، خواجه دوکوه، خماب، قرقین او قوش تپه، د پنجشېر لومړۍ حصه یا خنج، د پروان کوه صافي ولسوالۍ، د بدخشان راغستان، کوهستان، یاوان او خاش؛ د سرپل په صیاد، کوهستانات او بلخاب ولسوالیو؛ د دایکنډي په مرکز، سنګتخت او بندر ولسوالیو؛ د پکتیکا په مرکز ښرنه او سرروضې، نکې، وړممۍ، برمل، ارګون او زرغون شهر ولسوالیو؛ د فاریاب شیرین تګاب او المار ولسوالیو؛ د ننګرهار په شېرزاد، خوږیاڼو، سرخرود، کامې، بټي کوټ، بهسودو او ښېوې ولسوالیو؛ د هرات په غوریان او پشتکوه ولسوالیو؛ د بادغیس په مقر ولسوالۍ؛ د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ، د بلخ په دهدادي، چمتال او نهرشاهي ولسوالیو؛ د بامیان ولایت په کهمرد ولسوالۍ؛ د لوګر په مرکز او محمد اغه او بره کي برک ولسوالیو؛ د خوست په مرکز او تڼي، دومنده او ګربز ولسوالیو کې موقعیت لري.
دغه راز د کانونو پاتې ساحې د بغلان ولایت په نهرین، ده صلاح، دوشي، خوست او مرکزي بغلان ولسوالیو؛ د سمنګان په مرکز او حضرت سلطان، روی دوآب او دره صوف بالا ولسوالیو، د کابل ولایت په مرکز او پغمان، ده سبز، بگرامي، قره باغ، سروبي، چهار اسیاب او شکردرې ولسوالیو؛ د هلمند په دېشو او خانشین ولسوالیو؛ د کونړ په خاص کونړ، دره پیچ او چپه دره ولسوالیو؛ د میدان وردګو په سیداباد، نرخ، بهسودو مرکز او د بهسودو د مرکز لومړۍ حصې ولسوالیو؛ او د اروزګان په خاص اروزګان، گیزاب، چوره او ترینکوټ ولسوالیو؛ د تخار په مرکز او نمک آب، چال، خواجه غار، کلفګان، فرخار، چاه آب، دشت قلعه او رستاق ولسوالیو؛ د فراه په مرکز او جوین او خاک سفېد ولسوالیو؛ د غزني په مرکز او مقر، ده یک او زنخان ولسوالیو او د لغمان په مرکز او قرغي ولسوالۍ کې موقعیت لري.
په کاني سیمو کې د فعالیت له یو تر ۴۰ کلونو وخت:
د کانونو وزارت د وړاندې شوي جدول له مخې، له یادو کاني سیمو په ۱۴ ساحو کې کاني فعالیت نشته، خو په یوه سیمه کې له ۴۰ کلونو راهیسې، په درېیو ساحو کې له ۳۰ کلونو راهیسې، په شپږو ساحو کې له ۲۰ کلونو راهیسې، په دوو ساحو کې له ۱۸ کلونو راهیسې او په درېیو ساحو کې له ۱۵ کلونو راهیسې کاني فعالیت روان دی.
دغه راز سرچینې زیاته کړې چې په ۱۷ ساحو کې له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې، په ۹ ساحو کې له شپږو کلونو، په یوه ساحه کې له اووه کلونو، په درېیو ساحو کې له شپږو کلونو، په ۷۷ ساحو کې له پنځو کلونو، په ۱۵۱ ساحو کې له څلور کلونو، په ۲۱ ساحو کې له درېیو کلونو، په لسو ساحو کې په دوو تر درېیو کلونو، په ۱۱۹ ساحو کې په دوو کلونو، په ۱۲ ساحو کې له یوه کال راهیسې کاني فعالیتونه روان دي.
خو یوې سرچینې چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، وویل چې مخکې په یادو ۱۴ ساحو کې استخراج ترسره کېده.
په دې ترتیب په جدول کې د ۱۱۲ یادو ساحو د فعالیت د وخت په اړه معلومات نه دي وړاندې شوي، خو په هغه کې یادونه شوې چې په ۱۳ ساحو کې کاني فعالیتونه «له مخکنیو وختونو»، په ۳۳ ساحو کې «دوامدر»، په ۱۲۷ ساحو کې «له پرله پسې کلونو» او څلورو ساحو کې په «وقفه يي ډول« دوام لري. دغه راز سرچینې لیکلي چې یوه کاني ساحه (د بغلان ولایت نهرین کې د ډبرو سکاره) د هاشمي ګروپ تر قرارداد لاندې ده؛
خو یاده سرچینه وایي چې د شرکت فعالیتونه، د شرکت د مقروضیت په نسبت او د شرکت د کاري پلان په تړاو د وزارت د اجرااتو د نه شتون له امله کان کیندنه د سیمه ییزو زورواکو له خوا دا مهال هم جریان لري.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ساختماني کانونو (رېګ، ډبرو، جغل)، ګچو او د ډبرو سکرو، سربو، جستو، سرو زرو، فلورایټ، مالګې، تالک، نفرایټ، یاقوت، بیروج، شاه مقصود ډبرو، زمرود او نورې لوړ بیه او ټیټ بیه ډبرې هم د هغو کانونو له ډلې دي چې دولت پرې کنټرول نه لري او د زورواکو یا مخالفو وسله والو له خوا کیندل کېږي او له دغو کانونو دولت هېڅ ډول عواید نه ترلاسه کوي.
سرچینه زیاتوي چې د ډبرو سکرو، کرومایټ، نفرایټ او ان ساختماني توکو د ځینو کانونو په ایستلو کې یو شمېر دولتي چارواکي او د ملي شورا غړي هم لاس لري.
سرچینه وایي چې د دولت له خوا د کانونو د سیمو امنیت نه ټینګښت، د خصوصي سکټور له فعالیتونو نه ملاتړ، د قراداد پروسو کې ځنډ، حقوقي او قانوني ستونزې او د قرادادونو په ورکولو کې د شافیت نه شتون هغه لاملونه دي چې چې خلک د کانونو غیر قانوني کیندنې ته مخه کوي. سرچینې څرګنده کړه چې که څه هم د ورځې لسګونه سیمه ییز کان کیندونکي د کان کیندنې جواز اخیستو لپاره د کانونو وزارت ته ورځي، خو اړوند مسوولین ورته د رد ځواب ورکوي او وایي، د وزارت د اعلان په تمه و اوسئ. دغه راز ځیني کان کیندونکي شرکتونو چې د اعتبار موده یې پوره شوې، هم څو ځلې له دغه وزارته د جوازونو د تمدید غوښتنه کړې، خو د څو کلونو په تېرېدو بیا هم وزارت نه دی توانېدلی د قرادادونو وخت تمدید کړي.
د کانونو قانون ۷۵مې مادې له مخې، که څوک د دغه قانون له نافذېدو مخکې له جواز پرته په ساحه کې کان کیندنه پیل کړي، په کوچني مقیاس د کان کیندنې جواز اخیستو لپاره د لومړیتوب حق لري، خو سرچینه زیاتوي چې د کانونو وزارت تر اوسه نه دی توانېدلی چې د دغو کانونو کیندونکو ته چې کلونه پرې تېر شوي، د کان کیندنې جواز ورکړي.
د کانونو وزارت ویاند عزیز غروال وایي: “موږ نه شو کولای چې هر څوک یو کان وغواړي، ور یې کړو، د کان ساحه کتل کېږي، د ساحې حجم معلومېږي، کله یې چې ټول تخینکي کارونه بشپړ شي، وروسته ساحه داوطلبۍ ته ځي او هر څوک چې ګټونکی شو، قراداد ورسره کېږي.”
د استخراج شوو کاني توکو مارکېټ:
د کانونو وزارت په جدول کې د وړاندې شوو شمېرو پر اساس، د ۲۸ سلنه کاني ساحو معدني مواد له هېواده بهر پلورل کېږي او عمدتاً پاکستان ته لېږدول کېږي.
په جدول کې وړاندې شوي معلومات ښیي چې د نورستان چترال او بومریت، د کندهار ډنډ، میوند، معروف او سپين بولدک، هلمند او نمیروز؛ د لوګر ازره ولسوالي؛ د زبل شهر صفا ولسوالي، د کابل- کندها، سروبي- کابل لویي لارې، د ننګرها- تورخم، د کاپیسا د تګاب- سروبي لویه لار، د هلمند بهرامچه؛ قلات او غزني ولایتونو هغه لارې دي چې معدني توکي پرې بهرنیو هېوادونو ته انتقالېږي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عزیز غروال تایید کړه چې په یاد جدول کې شاملې شمېرې د دغه وزارت له خوا ټولې شوې، خو ۳۱ ساحې چې د معلوماتو د ټولولو پر مهال د دولت په واک کې نه وې اوس د دولت تر کنټرول لاندې راغلې دي.
هغه زیاته کړه، د دغو سیمو د بیا نیولو لپاره موضوع له امنیتي ارګانونو سره شریکه شوې ده.
د غروال په وینا، کله چې له کوم شرکت سره د کان د یوې ساحې تړون کېږي، د هغې ساحې د امنیت ساتلو لپاره له شرکت سره د یوه قرارداد له مخې د عامه ساتنې قطعې امنیتي کسان هم ګوماري؛ له هغه پرته سیمه ییزې ادارې مسوولیت نه لري چې د کانونو د ساحې امنیت ساتلو لپاره اقدامات ولري.
پژواک د هېواد د کانونو اړوند یاد معلومات د کورنیو چارو وزارت له ویاند طارق ارین سره شریک کړل او له نوموړي یې وپوښتل چې کورنیو چارو وزارت د هغو کاني ساحو د بېرته نیولو لپاره کوم اقدامات کړي چې د دولت تر کنټرول لاندې نه دي، خو ارین دې پوښتنې ته په ځواب کې یوازې وویل: “موږ د جګړې په حال کې یو.”
خو د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد وایي: “موږ په هېڅ ځای کې په استخراج کې لاس نه لرو، بلکې د استخراج د مخنیوي لپاره مو په ځینو سیمو کې هڅې کړې دي، په ټوله کې به موږ د هغو کانونو د استخراج مخه ونیسو چې په پراخ یا ناقانونه ډول پرې کار کېږي، یا د هېواد له ملي ګټو ته زیان ولري.”
د راپورونو له مخې د امریکا د ځمکې پېژندنې سازمان (USGS) سروې ښيي چې د افغانستان د طبیعي زېرمو ارزښت په اټکلي ډول یو تریلیون ډالرو ته رسېږي. دغه سلنه کې د افغانستان یوازې ۳۰ سلنه طبیعي زېرمې شاملې دي چې د سویډن، بریتانیا، پخواني شوروي اتحاد د ګډې سروې او هغه وروستۍ سروې چې د (USGS) له خوا ترسره شوې، ترلاسه شوې ده. په دغه طبیعي شتمنۍ کې اوسپنه او له اوسپنې پرته زېرمې، لکه د لیتیوم ستراتژیک منرالونه، یورانیم او امبیوم شامل دي.
Views: 187
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن