کابل (پژواک، ٢۱ غويى ١٤٠٠): په کابل کې د شهزاده سرای مسوولين وايي چې تېره شپه د ولسمشر د لومړي مرستيال امر الله صالح په امر پوليس په ناقانونه توګه له همغږۍ پرته سرای ته ننوتلي او د څلورم منزل ساختماني چارې يې ويجاړې کړې دي.
د شهزاده سرای مرستيال او سرپرست حاجي محمد داد ګل د غويي په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه نهه بجې دوی ته خبر ورغی چې شهزاده سرای ته نامعلوم وسله وال ننوتلي دي.
هغه زياته کړه، کله چې سرای ته ورغی پوليسو د ياد سرای له ساتونکو او ګارډانو ټیلېفونونه اخيستي او دی يې هم سرای ته دننه نه دی پرېيښی.
دادګل وايي، د لومړۍ حوزې امر پرته له دې چې دوی ته حکم وړاندې کړي، ويلي چې دا کار د ولسمشر د لومړي مرستيال له خوا ترسره کيږي او دوی ته ويل شوي چې د شهزاده سرای د څلورم منزل نیمګړې چارې ورانې کړي.
هغه له پژواک سره هغه اسناد هم شريک کړل چې د ياد سرای د څلورم منزل د جوړولو اجازه يې ترلاسه کړې ده.
د شهزاده سراى سرپرست وايي، د حکومت له لوري د خلکو د سرمايې پر کور، غير قانوني عمليات شوي او حکومت بايد د دې ځواب ووايي او سپيناوى يې وکړي.
د نوموړي په وينا، د ولسمشر لومړي مرستيال د يو څو کسانو په غوښتنه ياد حکم صادر کړی، څو د شهزاده سرای ودانۍ ونړوي.
هغه وويل، حکومت يا بل څوک حق نه لري چې د ملت د شتمنيو پر کور په توره شپه کې چاپه ووهي.
داد ګل وايي، حکومت په دې کار سره خلکو ته اندېښنې پیدا کوي او ټول شتمن خلک له هېواده تېښتې ته اړ کوي.
ده زياته کړه : (( لومړي مرستيال ښايي د دې لپاره دا کار کړى وي چې خلکو باج نه ورکاوه، هغه ته مخامخ هم وايم چې خپله مېړانه دې د جنګ په جبهه کې ثابت کړه.))
د هغه په وينا، د تېرې شپې له پېښې وروسته ډېرو خلکو خپلې پيسې له ياد سرای څخه ايستلې دي.
دغه راز د ياد سرای د رهبرۍ يو بل غړي مقبول وويل چې په شهزاده سرای کې د کار کولو ټول اسناد لري او بيا هم د حکومت له لوري دا ډول ناقانونه کړنه ترسره شوه.
د ده په وينا، يو شمېر خلکو له ده څخه د پيسو غوښتنه هم کړې چې ده نه ده منلې.
هغه زياته کړه، په دې کار سره ياد سرای ته نږدې يو ميليون ډالره زيان اوښتی.
دده په وينا، دوی به د يادې موضوع په اړه محکمې ته مخه کړي.
د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز د خبريالانو په يوه واټس اپ ګروپ کې ليکلي چې د شهزاده سرای له مسوولينو سره په همغږۍ هلته عمليات شوي دي.
هغه زياته کړې چې د ناحيې مسوولينوهم په سيمه کې شتون درلود، خو په دې اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د ولسمشر د لومړي مرستيال د دفتر نظرهم واخلي، خو وياند يې ځواب ورنه کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP