ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محمد ولي علیزي د هلمند د نوي والي توګه دنده پیل کړه

محمد ولي علیزي د هلمند د نوي والي توګه دنده پیل کړه

author avatar
13 May 2021 - 16:15
محمد ولي علیزي د هلمند د نوي والي توګه دنده پیل کړه
author avatar
13 May 2021 - 16:15

لښکرګاه (پژواک، ٢٣ غويى ١٤٠٠): د هلمند نوى والي وايي چې په دغه ولايت کې د امنيت ټينګښت لپاره جدي هلې ځلې کوي او زياتوي چې تر خپل وس پورې به د پرديو ګټو لپاره د روانې جګړې مخنيوی هم وکړي.

محمد ولي عليزى د ولسمشر محمد د اشرف غني د حکم له مخې، د هلمند لپاره نوى والى ټاکل شوى او نن يې دنده پيل کړه.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د هلمند مرستيال والي بريالي نظري وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې نا امنۍ ډېرې شوې چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

دى وايي: ((طالبانو غوښتل چې دغه ولايت ته سقوط ورکړي خو ويې نه شو کولاى خپلې دې موخې ته ورسېږي.))

نظري له خلکو غوښتنه وکړه چې د امنيت ټينګښت په برخه کې د حکومت او امنيتي ځواکونو کلک ملاتړ وکړي.

په ياده غونډه کې يو شمېر نورو کسانو هم خبرې وکړې او له نوي والي يې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت غوښتنه وکړه.

د غونډې په پاى کې نوي والي محمد ولي عليزي وويل چې په دغه ولايت کې به د امنيت د ټينګښت لپاره جدي هلي ځلې او د خلکو له سر او مال څخه به ساتنه کوي.

هغه وايي: ((دلته امنيتي ساحه ډېره تنګه شوې ده، زه واسطه نه لرم، خلکو او حکومت پر ما باور کړى، زه هم کوښښ کوم چې د امنيت لپاره کار وکړم او دغه باور مات نه کړم.))

نوى والي وايي چې په هلمند کې د طالبانو له لوري نه بلکې د پاکستان لخوا جګړه پرمخ بيول کيږي او دې په اړه کره اسناد هم لري.

هغه زياتوي: ((ماته معلوم دي چې طالبان پلونه، ښوونځي او روغتيايي مرکزونه نه ورانوي، دا د پاکستانيانو او پنجابيانو کار دى.))

د يادونې ده، له تېرو څو مياشتو راهيسې د هلمند د مرکز لښکرګاه د ځينو سيمو ترڅنګ په ناوې او نهرسراج ولسواليو کې هم پرله پسې جګړې روانې دي چې له امله يې زرګونه کورنۍ بېځايه شوې او سلګونو کسانو ته تر اوسه مرګ ژوبله اوښتې ده.

Views: 54

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.