ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنجشېر کې د سړو خونو د نشتون له امله ډېری کرنیز محصولات خرابېږي

پنجشېر کې د سړو خونو د نشتون له امله ډېری کرنیز محصولات خرابېږي

author avatar
14 May 2021 - 11:20
پنجشېر کې د سړو خونو د نشتون له امله ډېری کرنیز محصولات خرابېږي
author avatar
14 May 2021 - 11:20

پاراخ (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۰): د پنجشېر بزګر وايي چې په دغه ولایت کې د کافي سړو خونو د نه موجودیت له امله یې ډېره اندازه کرنیز توکي خرابېږي یا یې په ټيټه بیه پلوري.

غنم، جوار، لوبیا او نور د پنجشېر ولایت کرنیز محصولات دي، خو په دغه ولایت کې تر ډېره د کچالو کښت ترسره کېږي.

کچالو په ځانګړې توګه د پنجشېر ولایت د دره او ابشار ولسوالیو له مهمو محصولاتو دي. مسوولان وايي چې په دې ولسوالیو کې هر کال پر سلګونه جرېبه ځکه کچالو کرل کېږي او خلک له دې لارې د خپل ژوند ستونزې پرې حلوي.

۵۰ کلن امیرالدین د دې ولسوالۍ د کرامان کلي اوسېدونکی وايي، تېر کال یې د خپلو کرنیزو محصولاتو له ډلې شاوخوا دوه زره منه کچالو ځکه په دوو «وطني زېرمتونونو» کې تر خاورو لاندې کړل چې د پلور بازار یې نه درلود.

د نوموړي د خبرو په اساس، په وطني زېرمتونونو کې یې ځکه د کچالیو د ساتنې هڅه وکړه چې په مني کې یو من کچالو په ځمکو کې شاوخوا ۴۰۰ افغانۍ پلورل کېږي خو په پسرلي کې یې بیه شاوخوا ۸۰ افغانیو ته پورته کېږي.

وطني زېرمتونونه معمولا داسې دي چې بزګران ځمکه کني او کچالو په کې تر خاورو لاندې کوي.

امیرالدین وايي، په دې زېرمتونونو کې ډېر کچالو خرابېږي. هغه زیاته کړه چې په روان پسرلي کې ۸۰ سلنه هغه کچالو چې نوموړي زېرمه کړي وو خراب شوي او د استفادې وړ نه وو.

د ده په خبره، د بزګرانو دغه ډول ستونزې هغه مهال حل کېدای شي چې هېواد کې سوله راشي او دولت وکولای شي د کرنیزو محصولاتو لپاره سړې خونې جوړې کړي او کرنیزو محصولاتو ته بازار موندنه وکړي.

د پنجشېر ولایت درې ولسوالۍ د کرامان کلي یو بزګر غلام فاروق چې ۵۶ کاله عمر لري وايي، د نوموړي د ځمکو د کچالو حاصل هم تر دوه زره منه ډېرېږي خو تر ۶۰۰ منه ډېر یې ځکه خرابېږي چې د ساتنې لپاره یې مناسب ځای نه لري.

نوموړی وايي، بزګران مجبور دي چې د خرابېدو له ډاره محصولات په ټيټه بیه وپلوري چې دا خپله د دوی اقتصاد ته ضربه ده او له کرنې د دوی زړه توروي.

دغه ولایت کې د مڼو باغونه او نور هم شته خو تر ټولو عمده باغي محصولات یې توت دي.

د پنجشېر د عنابې ولسوالۍ د تاواخ اوسېدونکي غلام حضرت د مڼو باغ لري. دی هم وايي چې مڼې په مني کې په ډېره کمه بیه چې لګښتونه یې هم نه پوره کوي، پلورل کېږي.

د هغه په خبره، تېر کال یې د مڼو باغ ۲۰۰ منه حاصل درلود، ۷۰ سلنه یې د سړو خونو د نه موجودیت له امله خرابې شوې.

د پنجشېر ولایت بزګر او بڼوال له حکومته د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره د معیاري سړو خونو د جوړېدو غوښتنه کوي او د دغه ولایت د کرنې ریاست مسوولان د یادې ستونزې د حل په برخه کې پر نه پاملرنه تورنوي.

په ورته وخت کې په پنجشېر کې د اقتصادي چارو پوه میلاد صدیقي د دغه ولایت چاپېریال د کرنې لپاره مناسب بولي او وايي، د پنجشېر سیمه ییز حکومت باید د معیاري سړو خونو د جوړېدو د اقدام ترڅنګ بزګرانو ته د عصري کرنې طریقې وښيي او له ناروغیو او افتونو د زراعتي محصولاتو د ساتنې لپاره د افتونو ضد درمل ووېشي څو بزګران بازار ته له ناروغیو خالي محصولات وړاندې کړي.

د پنجشېر ولایت د کرنې رییس محمد رووف یعقوبي وايي، اوس مهال پنجشېر کې له ۱۵۰ متر مربع تر ۶۰۰ مترمربع پراخوالي بېلا بېلو اندازو د ۶۶ سړو خونو د جوړېدو چارې روانې دي.

د هغه په خبره، دغه پروژو کې ۵۰ د کچالیو، نهه د پیازو او اووه د میوه جاتو سړې خونې شاملې دي چې د یاد ولایت په بېلا بېلو سیمو کې پرې کار روان دی او د ۵۳ میلیون افغانیو په لګښت به جوړې شي.

دی وايي، یاده هره سړه خونه له ۲۰ تر ۳۰ ټنه د محصولاتو د زېرمه کولو وړتیا لري چې د پنجشېر ولایت د بزګرانو ۳۰ سلنه ستونزې به حل کړي.

د پنجشېر ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، په ۱۳۹۹یم کال کې په دغه ولایت کې ۹۰ بېلا بېلې سړې خونې جوړې شوې دي.

Views: 68

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.