Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ولسمشر غني: د سولې هېڅ پلان او هوکړه د لویې جرګې له تایید پرته د منلو نه ده

کابل (پژواک، ٢٦ غويى ١٤٠٠): ولسمشر اشرف غني وايي چې د سولې هېڅ پلان او هوکړه د لویې جرګې له تایید پرته د منلو نه ده او له مشرانو یې وغوښتل پر طالبانو فشار راولي چې په جرګه کې برخه واخلي.

له ارګه د غويي په ٢٦مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني پرون مازدیګر د ټيلېفوني اړيکې له لارې د قول اردوګانو له قوماندانانو او د زونونو له امنیتي مسوولینو سره د اختر مبارکي وکړه.

سرچينې زياته کړې، په پیل کې ولسمشر غني هغوی ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي ورکړه، وې ویل، که چېرې طالبان جګړې ته دوام ورکوي، تاسې هم باید د مقابلې لپاره لازم چمتووالی ولرئ؛ ځکه تاسو ټول د نظام او خلکو ساتونکي یاست.

د قول اردوګانو قوماندانانو او د زونونو د امنیتي مرکزونو مسوولینو ولسمشر ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وویله او د امنیتي وضعیت او د هېوادوالو امنیت د تامین په اړه یې د خپلو فعالیتونو راپور له له ولسمشر سره شریک کړ.

دوی ولسمشر او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان ته ډاډ ورکړ، که طالبان اوربند ونه کړي او جګړې ته دوام ورکړي، د هېواد په هره سیمه کې به یې وځپي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دوی د دې ډاډ هم ورکړ چې د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي له وطن او خلکو دفاع کوي.

د يو بل خبر له مخې، ولسمشر غني پرون ماښام د لوی کندهار، لویې پکتیا او لوی ننګرهار زونونو له مشرانو او متنفذینو سره په کتنه کې د سولې په اړه خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې د یادو زونونو یو شمېر مشرانو او متنفذینو د نورو په استازولۍ د نېکمرغه کوچني اختر مبارکۍ پر مهال په هېواد کې د باعزته او تلپاتې سولې د تامین په موخه د ولسي شوراګانو، قومونو او اتحادیو د لاغوره انسجام او سولې په اړه خپل لیدلوري له جمهوررئیس سره شریک کړل.

ولسمشر غني د دوی د خبرو او نېکمرغه کوچني اختر مبارکۍ له اورېدو وروسته وویل، له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو  د وتلو له اعلان وروسته یو ستر فرصت رامنځته شوی او اوس د سولې طرحه او مدیریت د افغانانو په واک کې قرار لري.

هغه زیاته کړه، د نړيوالو قواو په وتلو سره، طالبانو ته د جنګ د دوام په خاطر هیڅ راز بهانه نه ده پاتې او اوس د دې وخت رارسېدلی چې په تدبیر، مېړانه او جرئت سولې ته لومړیتوب ورکړو.

ولسمشر محمداشرف غني دېته په اشاري چې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام د سولې صلابت، اراده او جرئت لري وویل، طالبان دې هم دغه ډول جرئت له ځانه وښيي چې د سولې نیت لري.

هغه څرګنده کړه، سیاسي اجماع موجوده ده او اوس د سولې مذاکراتو لپاره د جمهوریت یوه واحد غږ ته اړتیا ده.

هغه د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه، د سولې هېڅ پلان او هوکړه د لویې جرګې له تایید پرته د منلو نه ده او له مشرانو یې وغوښتل پر طالبانو فشار راولي چې په جرګه کې برخه واخلي او ددغه شریک درد لپاره حللاره پیدا شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.