جلال اباد (پژواک، ٢٧ غويی ۱۴۰۰): د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې په يو موټر پسې د نښلول شوي ماين چاودنه کې يو ډاکتر ټپي شوی او مېرمن يې وژل شوې ده.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند فريد خان د غويي په ٢٧مه پژواک اژانس ته وويل چې پرون مازديګر شاوخوا پنځه بجې د بټي کوټ ولسوالۍ باریکاب سیمې اړوند د جلال اباد- تورخم پر لاره پر يو شخصي موټر نښلول شوي ماين چاودنه کړې ده.
دی وايي چې په دې پېښه کې يوه ښځه وژل شوې او یو سړی ټپي دی خو د هويت په اړه يې څه ونه ويل.
خو د جلال اباد حوزوي روغتون وياند ګلزاده سنګر وايي چې چاودنې د اجمل مومند په نوم يو ډاکتر ټپي کړی او مېرمن يې وژل شوې ده.
هغه زياته کړه چې ټپي ډاکتر په ننګرهار کې د خوړو نړيوال سازمان (WFP) دفتر کارکوونکی و.
د دې چاودنې مسووليت چا نه دی منلی.