ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او سعودي سوداګري سل سلنه زياته شوې

د افغانستان او سعودي سوداګري سل سلنه زياته شوې

author avatar
18 May 2021 - 13:35
د افغانستان او سعودي سوداګري سل سلنه زياته شوې
author avatar
18 May 2021 - 13:35

کابل (پژواک، ٢٨ غويى ١٤٠٠) : په رياض کې د افغانستان سفارت وايي چې له سعودي عربستان سره د افغانستان سوداګري سل سلنه زياته شوې ده.

د افغانستان د سفارت تجارتي آتشه رياض سادات په خپلې فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې په تېر يو نيم کال کې د کرونا وبا له امله په سعودي عربستان کې ګڼ شمېر تجارتي پروګرامونه لغوه شول.

خو هغه زياته کړې چې بيا هم له ټولو محدوديتونو سربېره، په ۲۰۲۰ کال کې سعودي عربستان ته د افغانستان صادراتو کچه د تېر کال په پرتله سل سلنه لوړه وه.

بلخوا په رياض کې دافغانستان سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کرونا وبا له محدودیتونو سربېره، د ۲۰۱۹ کال په پرتله په ۲۰۲۰ کال کې سعودي عربستان ته د افغانستان صادراتو له ۱۰۰ سلنې ډېره وده وکړه.

سرچينې زياته کړې، د سعودي عربستان رسمي احصائیې له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې افغانستان سعودي عربستان ته د ۱۳٫۲۸ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات درلودل چې په ۲۰۲۰ کال کې دا کچه ۲۸٫۵۶ میلیونه ډالرو ته لوړه شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې صادراتو کې د افغانستان زعفرانو، وچې مېوې او قالینو ډېره ونډه درلوده، چې د هوايي دهلېزونو له لارې له افغانستان څخه سعودي عربستان ته صادر شوي دي.

افغان سفارت ويلي، سعودي عربستان ته د افغانستان د صادراتو پلان له مخې، د ۲۰۲۱ کال لپاره د ۴۲٫۵ میلیونه ډالرو اټکل شوی دی.

سرچينې زياته کړې: “د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ پراخو سوداګریزو فرصتونو ته په پام، موږ ژمن یو چې د سوداګریزې پراختیا دغه بهیر به جاري او د چټکتیا هڅې به یې روانې ساتو.”

دا په داسې  حال ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر تېره شپه د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر شهزاده فیصل بن فرحان آل سعود سره د فلسطین د وضعیت، د افغانستان د سولې بهیر او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د دې ټیلېفوني خبرو په ترڅ کې د افغانستان د سولې بهیر، د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي، امنيتي، اقتصادي او کلتوري همکاریو پر لوړتیا هم ټينګار وشو.

Visits: 75

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.