کابل (پژواک، ۲۸غویی ۱۴۰۰): یو شمېر هېوادوال د سولې خبرو کې د «اساسي قانون دویم څپرکي» موادو پر خوندیتوب ټینګار کوي، د دولت مرکچي پلاوی وايي چې هېڅکله به پر دې معامله نه کېږي، خو طالبان په داسې حال کې د اساسي قانون پر سر خبرې له وخت مخکې ګڼي چې د اسلام مبارک دین له خوا خلکو ته د ورکړل شوو حقونو ضمانت خپل مسوولیت ګڼي.
د افغانستان اساسي قانون په دویم څپرکي کې د خلکو اساسي حقونه او دندې یاد شوي دي.
د افغانستان اساسي قانون په دویم څپرکي کې د ژوند، کار، مالکیت، زده کړو، بیان ازادي او قانون په چوکاټ کې د نورو ازادیو او د افغانستان د اتباعو ترمنځ د تبعیض د منعې او امتیاز، انتخابولو، انتخابېدو، ګوندونو د جوړېدو، ازادۍ خوندیتوب او مراسلاتو او مخابراتو محرمیت حق، له تېري څخه د کس د ځای خوندیتوب، د هېواد هرې سیمې ته د سفر حق، د هېواد په هره سیمه کې د اوسېدو لپاره د ځای ټاکل، له افغانستانه بهر د سفر حق، د اجباري کار د تحمیل د منعې، د دولت له خوا ملت ته د وقایوي وسایلو تامین او وړیا روغتیايي اسانتیاوو، د ټولنې د اساسي رکن په توګه له کورنۍ څخه د دولت ملاتړ حقونه شامل دي.
دغه راز په دغه څپرکي کې برائت ذمه اصلي حالت او جرم یو شخصي عمل ګڼل شوي، اتباع د قانون مطابق مالیاتو پر ورکړه مکلف شوي او له هېواده دفاع د افغانستان د ټولو خلکو دنده بلل شوې ده. د دغه څپرکي له مخې، هېڅ څوک نه شي کولای په اساسي قانون کې له درج شوو ازادیو او حقونو د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، حاکمیت او ملي یووالي پر ضد استفاده وکړي. دغه راز د یاد څپرکي په یوه ماده کې راغلي، دولت په افغانستان کې د بشري حقونو پر مراعات د څار او د هغه د ملاتړ او ښه والي په موخه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون جوړوي.
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د سولې خبرو سره هم مهاله پوښتنې هم را ولاړې شوې دي. ځیني پر دې اند دي چې سوله او د تاوتریخوالي پای ته رسېدل تر اوسنیو حقونو او ازادیو غوره دي. په داسې حال کې چې ځينو نور بیا د خپلو لاسته راوړنو، حقونو او ازادیو پر خوندیتوب ټینګار کوي.
د سولې بین الافغاني خبرې د ۱۳۹۹ کال په وږي میاشت کې په دوحه کې پیل شوې، په داسې حال کې یې تر اوسه پرمختګ نه دی کړی او له یو ډول بن بنست سره مخ شوې چې ټاکل شوې په اپرېل میاشت کې د افغان سولې په تړاو د نړۍ او سیمې د څو هېوادونو د استازو، افغان سیاسیونو او لورو په ګډون په ترکیه کې ناسته ترسره شي.
هېوادوال: د اساسي قانون دویم څپرکی دې د سولې خبرو سره کرښه وي
یو شمېر هېوادوالو پژواک ته ویلي چې د اساسي قانون دویم څپرکي مواد باید د سولې خبرو کې خوندي شي او معامله پرې ونه شي.
په کابل ښار کې د خصوصي بانک کارکوونکي عصمت الله صفري چې ۲۹ کاله عمر لري، پژواک ته وویل، د سولې خبرو کې دې د افغانستان اساسي قانون ټول مواد، په ځانګړې توګه دویم څپرکی چې د هېوادوالو د حقونو اړوند دی، وساتل شي.
هغه وايي: “زه د یوه هېوادوال په توګه په هېڅ صورت حاضر نه یم چې د سولې خبرو کې پر اساسي قانون معامله وشي، دغه قانون په ځانګړې توګه دویم څپرکی یې باید د سولې خبرو کې سره کرښه وي.”
نوموړي وویل، په هېواد کې د سولې خبرو په پیل او ۵۰۰۰ طالب بندیانو په خوشي کېدو ناامني ډېره شوې، هره ورځ په هره سیمه کې خلک، په ځانګړې توګه ملکیانو ته مرګ ژوبه اوړي، دا په داسې حال کې ده چې د امنیت ټينګښت او د خلکو د ژوند ساتل د افغانستان د خلکو اساسي حق دی.
دغه راز کابل ښار کې مدني فعاله فاضله اعزامي وايي، کار، زده کړې، د ښځو تحصیل او د بیان ازادي هغه حقونه دي چې د اساسي قانون دویم څپرکي کې یې یادونه شوې، باید معامله پرې ونه شي.
هغه زیاتوي: “موږ داسې سوله غواړو چې اساسي قانون په کې وساتل شي، د سولې خبرو کې باید زموږ پر اساسي حقونو معامله ونه شي.”
نوموړې ټینګار وکړ چې اساسي قانون په ځانګړې توګه دویم څپرکی یې باید د سولې خبرو کې د دولت مرکچي پلاوي سره کرښه وي.
بامیانو کې د راډیو نسیم شبکې خبریال ۲۵ کلن مسعود اختیاري پژواک ته وویل: “د اساسي قانون د دویم څپرکي د هرې مادې حذف چې د خلکو د حقونو اړوند دي، د بشر له حقونو، بیان ازادي او انسانانو له برابرۍ سره مخالفت دی. که د سولې خبرو کې دغه موضوعات په پام کې ونه نیول شي، په هېواد کې به پایداره سوله ونه لرو او د سولې خبرې به هم بې پایلې وي.”
هغه زیاته کړه: “د ښځو حقونه، د ښځې او نر ترمنځ د حقونو مساوات او د بیان ازادي باید د سولې خبرو سره کرښه وي.”
د غزني ښار اوسېدونکې ۳۵ کلنه موژګان چې د کور کارونه پر مخ وړي هم وايي: “د ښځو د تحصیل، کار، د ښځو او نارینه وو د حقونو ترمنځ پر مساواتو باید معامله ونه شي.”
دغه راز د زرنج ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکې ۲۲۴ کلنه رودابه چې د اساسي قانون د دویم څپرکي په اړه نه پوهېږي خو دا خوښوي چې د سولې په راتګ ښځو ته کاري او تحصیلي فرصتونه برابر شي، افغان ښځې او نارینه مساوي حقونه ولري.
نوموړې د اندېښنې په څرګندولو سره وویل، اوس مهال د هېواد په ځینو سیمو کې ښځې له خپلو اساسي حقونو محرومې دي.
ځيني هېوادوال: د جګړې په فضا کې د هېوادوالو اساسي حقونه تر پښو لاندې کېږي
۵۰ کلن حاجي سرور چې کابل ښار کې د کتاب پلورلو غرفې لري، پر دې باور دی چې د جګړې، دود او اور په فضا کې د خلکو اساسي حقونه تر پښو لاندې کېږي.
هغه پژواک ته وویل، که څه هم افغان حکومت او طالبان تل د ښځو په ګډون د هېوادوالو د حقونو ساتنې خبرې کوي، خو لرې ده چې اوس مهال د هېواد په ځينو سیمو کې دغه حقونه په بشپړه امانت دارۍ ښځو ته ورسېږي.
نوموړی پر دې اند دی چې د واقعي سولې تر راتلو د دغه هېواد ښځې او نارینه نه شي کولای خپل اساسي حقونه ترلاسه کړي، نو لازمي ده چې داسې سوله ټینګه شي چې د هېوادوالو ټول حقونه په کې خوندي وي.
هغه وویل: “هغه سوله چې د افغانانو پر اساسي حقونو په کې معامله وشي، غیر واقعي او ماتېدونکې سوله ده.”
د کابل ښار خیرخانې سیمې د لومړۍ حصې اوسېدونکې ۷۰ کلنې رقیې وویل: “په هغه هېواد کې چې جګړه روانه وي او لسګونه کسان قرباني شي، نه د خلکو اساسي حقونه ساتل کېږي او نه چاته حق ورکول کېږي.”
نوموړې په داسې حال کې چې د خلکو پر اساسي حقونو ټینګار کوي وايي، له هېواده باید نور د جګړې ټغر ټول شي او د ښځو او نارینه وو حقونه باید وساتل شي.
په ورته وخت کې ۲۲ کلنه ملکه چې په دې وروستیو کې یې خاوند د کابل پغمان ولسوالۍ کې موټربم برید کې ووژل شو، وايي: “که جګړه نه وای، زه نه کونډه کېدم، اولادونه مې نه یتیمان کېدل، زه څه کوم هغه حقوق چې نن د خپل کور سړی تر خاورو لاندې کوو او در په در شوم.”
هغې هیله مندي څرګنده کړه چې د واقعي سولې په راتلو سره ښځې او نارینه له هغو اساسي حقونو برخمن شي چې د اساسي قانون دویم څپرکي کې یې یادونه شوې ده.
نوموړې زیاته کړه، د جګړې اور د انسانانو ټوله شتمني او اساسي حقونه ضایع کوي او یوازېنۍ فضا چې هر کس کولای شي ټول هغه حقونه ترلاسه کړي چې د اساسي قانون په دویم څپرکي کې راغلي، د سولې او برابرۍ فضا ده او بس.
پوهان: طالبان دې د سولې خبرو کې د هېوادوالو حقونو ته درناوی ولري او د مراعات ژمنه دې وکړي
د نړیوالو اړیکو پوه عباس فراسو پژواک ته وویل، د سولې خبرو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي تر یوې کچې د خلکو حقونو لکه په ټاکنو کې ګډون، بیان ازداۍ حق او ښځو حقونو ته پام کړی دی. خو دا کافي نه دي او اړتیا ده چې طالبان هم یادو حقونو ته درناوی ولري او د مراعاتولو ژمنه یې دې وکړي.
نوموړي زیاته کړه: “له بده مرغه د سولې خبرو کې د خلکو د اساسي قانونو د مراعاتولو پر سر ډېر ضمانت نشته.”
فراسو وویل: “(زه فکر کوم کله چې د سولې خبرو لورو ترمنځ د خلکو پر اساسي حقونو توافق وشي، د ټولو هېوادوالو لپاره به د قومیت له موضوع لرې د سوله ییز او ارام ژوند زمینه برابره شي.”
دغه راز د کابل پوهنتون د حقونو او سیاسي علومو استازه شهلا فرید وايي، د افغانستان د خلکو اساسي حقونه په افغانستان او نورو هېوادونو کې د ټولنیز زوند اصلی اصول دي چې په اساسي قانون کې یې د کسانو اساسي حقونه یاد شوي او دغه حقونه د خلکو د ژوند نه جلاکېدونکې برخه ده.
نوموړې زیاته کړه: “په افغانستان کې خلک د دې طرفدار دي چې که د افغانستان د خلکو په سیاسي حاکمیت کې هر بدلون راځي په اساسي حقونو کې یې دې هېڅ بدلون رانشي او د اساسي قانون د دویم څپرکي مطابق دې دغه حقونه وساتل شي.”
د هغې په خبره، که د افغانستان خلک له سولې وروسته خپل اساسي حقونه ترلاسه نه کړي سوله به پایداره نه وي، ښايي دغه سوله سیاسي شي خو هېڅکله ټولنیزه نه ده.
سرچینې وویل، اوس مهال او مخکې کلونه د جګړې، ناامنۍ او حاکم وضعیت له امله اساسي حقونو په ځينو مواردو کې تر پښو لاندې شوي دي.
مېرمن فرید زیاته کړه، د اساسي قانون دویم څپرکی سولې خبرو کې د افغانستان د خلکو سره کرښه ده او د اساسي قانون دویم څپرکي کې هېڅ ډول تعدیلات نه غواړي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون: د خلکو اساسي حقونه دې د سولې خبرو اصلي محور وي
په افغانستان کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د اطلاع رسونې مسوول محمد رضا جعفري پژواک ته وویل، کمېسیون تل له مذاکراتي طرفونو خوښتي چې د سولې خبرو کې د خلکو اساسي حقونه اصلي محور وټاکي.
نوموړي زیاته کړه، د ټولنې د بېلابېلو طبقو لکه «د بشري حقونو بنسټونو، مدني بنسټونو، زیانمنې ډلې په ځانګړې توګه ښځې او د جګړې قربانیان» غوښتنو او نظرونو ته له توجه عادلانه او پایدارې سولې ته رسېدل ماشوني دي.
هغه زیاته کړه: “له بده مرغه تر اوسه د ټولنې مختلفو طبقو او ډلو، د جګړې قربانیانو او بشري او مدني حقونو بنسټونو ته د سولې خبرو په اصلي اجنډا کې مهم او اساسي ځای په نظر کې نه دی نیول شوی، د سولې خبرو کې د ښځو کم رنګ حضور د نه منلو او د اندښنې وړ دی.”
د جعفري په خبره، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون تل په هېواد کې د عادلانه او هر اړخیزې سولې پر ټینګښت او اوربند ټینګار کړی دی.
د دولت مرکچي پلاوی: د خلکو پر اساسي حقونو معامله نه کوو
د افغانستان مذاکره کوونکي پلاوي غړې شریفې زرمتۍ پژواک ته وویل: “د اساسي قانون دویم څپرکی چې د خلکو اساسي حقونه پکې تسجیل شوي د تعدیل وړ نه دی؛ خو نور څپرکي کېدای شي تعدیل شي، که مذاکرات نتیجه ولري یا نه موږ ځانته اجازه نه ورکوو د خلکو په حقونو معامله وکړو مو خپل ټول کوښښ کوو چې د سولې په مذاکراتو کې د ټولو خلکو حقونه تضمین او مراعات شي.”
هغه د دې په ویلو چې اساسي قانون د افغانستان اتباعو د حقونو ضمانت کړی، زیاته کړه: “موږ خپله ټوله هڅه کوو چې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام خوندي کړو، تر خپله وسه کوښښ کوو څو طالبان چې له دولت سره په جګړه بوخت دي په نظام کې ورګډ شي.”
هغه زیاته کړه: “دولت، خلک، د افغانستان مذاکراتي ټېم او د ملي مصالحې عالي شورا هېڅکه د دې طرفدار نه دي چې په افغانستان کې منفي سوله راشي او په هېواد کې د عادلانه او دوامداره سولې لپاره موږ ټول هڅه کوو.”
ارګ: افغان دولت پر اساسي قانون باور لري او له احکامو یې ساتنې ته ژمن دی
د ولسمشر د ویاند مرستیالې فاطمې مورچل په دې اړه له جزیاتو پرته وویل: “اساسي قانون د ملي وثیقې په توګه هغه چوکاټ دی چې د نظام بنسټیز اصول تشکیلوي. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اساسي قانون له احکامو ساتنې ته ژمن دی.”
طالبان: د اساسي قانون په اړه بحث، وروسته خبرې دي
د طالبانو سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم د اساسي قانون په دویم څپرکي کې د شاملو اساسي حقونو او د سولې په بهیر کې یادو حقونو ته د نه پاملرنې د احتمالي اندېښنو په اړه وایي: “د افغانستان اسلامي امارت په اصل کې د خلکو د سر او مال د حفاظت او خلکو ته د ارام ژوند برابرولو لپاره راپورته شوی. اسلامي امارت د ټولو هغو حقونو تضمین خپل مسوولیت ګڼي چې د اسلام مبارک دین خلکو ته ورکړي. البته د اساسي قانون خبره دا وروستۍ خبرې دي.”
Views: 149
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP