Pajhwok Afghan News

خوځون: د ګوندونو د سولې توحيد شوې طرحې مسوده به له بحثونو وروسته تصويب شي

کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۰): د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي، د ګوندونو د سولې د توحيد شوې طرحې د مسودې په تړاو په راتلونکو ورځو کې ناسته کېږي، ټولو اندېښنو، پوښتنو او نظرياتو ته تر رسېدنې وروسته به د رايو په اکثريت او يا د ټولو غړو په خوښه تصويبېږي.

د راپورونو له مخې، د جمهوریت لوري (د افغانستان حکومت او بېلابېلو ګوندونو او بنسټونو) د ترکیې ناستې ته د وړاندې کولو لپاره کابو دېرش د سولې طرحې جوړې کړې او د ملي پخلاينې شورا ته یې استولې دي، خو ځینو ګوندونو ورته نه دي استولي.

د افغانستان د ملي پخلاينې عالي شورا د وري په ۱۹مه ويلي و چې ځانګړې کمېټې یې دوی ته د رسېدلو طرحو د ارزونې او توحید چاره له پنځو ناستو وروسته بشپړه کړې او پر اختلافي ټکو یې بحثونه پای ته رسېدلي دي.

دغې شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، په طرحه کې په ټولیز ډول د افغانستان اسلامي جمهوریت، د افغانانو پر بنسټیزو او اساسي حقونو، د بشر حقونو، د رایو له لارې د یوه کس پر ټاکنو، په نظام کې د ټولو پر عادلانه او معناداره ګډون، په هېواد کې د تاوتریخوالي او جنګ پر ختمېدو او د سولې هوکړې د پلي کولو په برخه کې د سیمې او نړۍ پر قوي ضمانت ټینګار شوی دی.

دغه راز، د ملي روغې جوړې شوې عالي شورا ویاند فریدون خوځون د وري په ۲۱مه ويلي و چې د طرحو د توحید کمېټې غونډه وکړه، د اسلامي جمهوریت د طرحې پر وروستیو جزییاتو یې خبرې وکړې او په راتلونکو ورځو کې به یې د ملي پخلاینې عالي شورا د رهبرۍ کمېټه نهايي کړي.

خو خوځون نن (سه شنبه، د غويي ۲۸مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ترکيې ناستې لپاره ترتیب شوې طرحه له دوی (ملي پخلاينې عالي شورا) سره ده او په دې اړه به په راتلونکو ورځو کې د رهبرۍ کمېټې ناسته ترسره شي.

دی زياتوي، ټاکل شوې وه چې د يادې مسودې په تړاو د رهبرۍ کمېټې ناسته له اختره مخکې ترسره شوې وای، خو د ځينو ستونزو له امله دغه ناسته ترسره نه شوه.

خوځون وايي: «په دې ناسته کې په طرحه باندې کار کېږي، کومې اندېښنې چې سرور دانش او يا نورو مشرانو ښکاره کړې وې، په دې به هلته بحث کېږي او هغه اندېښنې ټولې په کې ځواب شوې دي، که احيانا له چا سره اندېښنې وې، په هغه به بحث کېږي او تر بحث وروسته به دا تصويبيږي.»

د راپورونو له مخې، د افغانستان د ملي پخلاينې عالې شورا تخنيکي ډلې د وري په ۲۲مه د «سولې تړون» په نوم خپله توحيد شوې طرحه وړاندې کړه، خو د افغانستان د ولسمشر دویم مرستيال سرور دانش پر دغې طرحې سختې نيوکې کړې وې او ويلي و چې په دغې طرحه کې د ولسمشر غني او د افغانستان حکومت له طرحې سره «توهين آميزه» چلند شوی دی.

د خوځون په وينا، د رهبرۍ کمېټې په ناسته کې به د کمېتې ټول ګډونوال پر ياده مسوده خپل نظريات ورکوي او بالاخره د رايو په اکثريت او يا د ټولو طرفونو او د ټولو غړو په خوښه به دغه طرحه تصويبيږي.

دی زياتوي، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش د يادې کمېټې غړی دی او د حکومت له اړخه د دانش په ګډون د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر حضور لري او د توحيد په کمېټه کې هم د ملي امنيت سلاکار محب، د بهرنيو چارو وزير اتمر، د افغانستان اسلامي جمهوريت د مذاکراتي ټيم غړی نادر نادري او د ملي پخلاينې د عالي شورا مرستيال محمد اکرم خپلواک هم حضور درلود.

خوځون زياته کړه: «د دوی ټولو په حضور کې دغه طرحه نهايي شوې ده او کومې اندېښنې چې وړاندې شوې وې، هغه زه فکر کوم مخکې له وخته وې، بيا هم چې د رهبرۍ کمېټې له غړو سره کومې اندېښنې، سوالونه او نظريات وي، دا به هغه مهال چې د کمېټې ناسته وشي، په هغه کې به بحث کېږي او هغې ته به رسېدګي کېږي.»

ټاکل شوې وه په اپریل مياشت کې (په ۱۶مه او یا ۲۴مه) د افغانستان د سولې په تړاو د افغان لوریو او سیاسیونو او د سیمې او نړۍ د ځینو هېوادونو د استازو په ګډون ترکیه کې د ملګرو ملتونو تر مدیریت لاندې غونډه جوړه شي، خو طالبانو ويلي و، تر هغه چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وځي، دوی په هېڅ هغه کنفرانس کې ګډون نه کوي چې د افغانستان په اړه پرېکړه په کې کېږي؛ نو د ترکيې ناسته هم تر نامعلومې نېټې تراوسه پورې ځنډېدلې ده.

Views: 81

Exit mobile version