ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوځون: د ګوندونو د سولې توحيد شوې طرحې مسوده به له بحثونو وروسته تصويب شي

خوځون: د ګوندونو د سولې توحيد شوې طرحې مسوده به له بحثونو وروسته تصويب شي

author avatar
18 May 2021 - 18:27
خوځون: د ګوندونو د سولې توحيد شوې طرحې مسوده به له بحثونو وروسته تصويب شي
author avatar
18 May 2021 - 18:27

کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۰): د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي، د ګوندونو د سولې د توحيد شوې طرحې د مسودې په تړاو په راتلونکو ورځو کې ناسته کېږي، ټولو اندېښنو، پوښتنو او نظرياتو ته تر رسېدنې وروسته به د رايو په اکثريت او يا د ټولو غړو په خوښه تصويبېږي.

د راپورونو له مخې، د جمهوریت لوري (د افغانستان حکومت او بېلابېلو ګوندونو او بنسټونو) د ترکیې ناستې ته د وړاندې کولو لپاره کابو دېرش د سولې طرحې جوړې کړې او د ملي پخلاينې شورا ته یې استولې دي، خو ځینو ګوندونو ورته نه دي استولي.

د افغانستان د ملي پخلاينې عالي شورا د وري په ۱۹مه ويلي و چې ځانګړې کمېټې یې دوی ته د رسېدلو طرحو د ارزونې او توحید چاره له پنځو ناستو وروسته بشپړه کړې او پر اختلافي ټکو یې بحثونه پای ته رسېدلي دي.

دغې شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، په طرحه کې په ټولیز ډول د افغانستان اسلامي جمهوریت، د افغانانو پر بنسټیزو او اساسي حقونو، د بشر حقونو، د رایو له لارې د یوه کس پر ټاکنو، په نظام کې د ټولو پر عادلانه او معناداره ګډون، په هېواد کې د تاوتریخوالي او جنګ پر ختمېدو او د سولې هوکړې د پلي کولو په برخه کې د سیمې او نړۍ پر قوي ضمانت ټینګار شوی دی.

دغه راز، د ملي روغې جوړې شوې عالي شورا ویاند فریدون خوځون د وري په ۲۱مه ويلي و چې د طرحو د توحید کمېټې غونډه وکړه، د اسلامي جمهوریت د طرحې پر وروستیو جزییاتو یې خبرې وکړې او په راتلونکو ورځو کې به یې د ملي پخلاینې عالي شورا د رهبرۍ کمېټه نهايي کړي.

خو خوځون نن (سه شنبه، د غويي ۲۸مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ترکيې ناستې لپاره ترتیب شوې طرحه له دوی (ملي پخلاينې عالي شورا) سره ده او په دې اړه به په راتلونکو ورځو کې د رهبرۍ کمېټې ناسته ترسره شي.

دی زياتوي، ټاکل شوې وه چې د يادې مسودې په تړاو د رهبرۍ کمېټې ناسته له اختره مخکې ترسره شوې وای، خو د ځينو ستونزو له امله دغه ناسته ترسره نه شوه.

خوځون وايي: «په دې ناسته کې په طرحه باندې کار کېږي، کومې اندېښنې چې سرور دانش او يا نورو مشرانو ښکاره کړې وې، په دې به هلته بحث کېږي او هغه اندېښنې ټولې په کې ځواب شوې دي، که احيانا له چا سره اندېښنې وې، په هغه به بحث کېږي او تر بحث وروسته به دا تصويبيږي.»

د راپورونو له مخې You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.