کابل (پژواک،۲۹ غویی۱۴۰۰): د ملي مصالحې عالي شورا رئیس وایي، سوله او ثبات په افغانستان کې د سیمې او له سیمې ور اخوا د سولې په معنا ده، خو سوله له یوه لوري په لاس نه راځي، د قضې دواړو لورو ګډ کار او تعهد ته اړتيا لري.
د ملي مصالحې عالي شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، راغلي، ډاکټر عبدالله عبدالله نن د چین کمونیست ګوند د جوړېدو د سلمې کالیزې او د افغانستان د خپلواکۍ د یوسل دویمې کالیزې په نمانځغونډه کې چې «د افغانستان د تېرو سلو کلونو په اړه او په افغانستان کې له سولې د مشترک ملاتړ» تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، د چین د کمونیست ګوند مرکزي کمېټې د بین المللي اړيکو وزیر سانګ تاو او د دغه ګوند د مرکزي کمېټې د بین المللي اړیکو مرستیال وزیر شین ژو د دغې برنامې په پيل کې خبرې وکړې او د افغانستان او چین ترمنځ د نېکو ګډو اړیکو پر اهمیت او د دغو اړيکو پر پراخوالي او ټینګښت یې ټینګار وکړ او د سولې د هڅو په دې پړاو کې يې د خپل هېواد ملاتړ څرګند کړ.
سرچینې لیکلي چې عبدالله په دغه ناسته کې د افغانستان د ستراتيژیک موقعیت او فرصتونو او ستونزو چې په دغه موقعیت کې پيدا کیږي، خبرې وکړې او له فرصتونو څخه د استفادې او ننګونو سره د مقابلې لپاره يې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډو همکاريو ټینګار وکړ.
د ملي مصالحې عالي شورا رئیس، په دې خبرې ټينګار وکړ چې په افغانستان کې سوله او ثبات په سیمې او له سيمې وراخوا د سولې او ثبات په معنا ده، زياته يې کړه: «له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته موږ کوښښ وکړ چې د خپل هېواد ستونزې حل کړو. پر ننګونو سربېره ننني افغانستان تغيیر کړی او موږ له چين سره د همکاريو لپاره ډېرې معنوي او مادي پانګونې لرو. نو په دغه اساس، موږ باید په مشترک ډول د سولې راوستلو کې کوښښ وکړو؛ خو سوله له یوه لوري څخه په لاس نه راځي او د قضيې د دواړو لورو ګد کار او تعهد ته اړتيا لري.»
عبدالله په ډاګه کړه، په افغانستان کې سوله، د سيمه ييزو سترو پروګرامونو د طرحو او د چين د کمربند او سړک د طرحې د پلي کېدو په معنا ده، د افغانستان خلک سوله غواړي او د ملي مصالحې شورا د خلکو د دغه ارمان د پوره کېدو لپاره کوښښ کوي.
دغه راز هغه یادونه وکړه، د تاوتريخوالو له زياتېدو سره سره، د مصالحې شورا هڅه کوي ترڅو د خلکو په اجماع او ملاتړ سره سولې او سياسي حل لارې ته لاسرسی ومومي.
په ملي مصالحې شورا کې د ستونزو د زیاتوالي سربېره، کوښښ کوي ترڅو د خلکو اجماع او ملاتړ ته له یوې سیاسي لارې حل پيدا کړي.
دغه راز د ملي مصالحې شورا رئیس د ولسي اړيکو او د چين کمونست ګوند سره د افغانستان د ګوندونو د اړيکو پر پراختيا او د افغانستان ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو په ورکړې ټینګار وکړ.