ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“هره مياشت د کندوز ګمرک نږدې ٥٠ ميليونه افغانۍ عوايد شخصي جيبونو ته ځي”

“هره مياشت د کندوز ګمرک نږدې ٥٠ ميليونه افغانۍ عوايد شخصي جيبونو ته ځي”

author avatar
19 May 2021 - 12:40
“هره مياشت د کندوز ګمرک نږدې ٥٠ ميليونه افغانۍ عوايد شخصي جيبونو ته ځي”
author avatar
19 May 2021 - 12:40

کندوز (پژواک، ٢۹ غويى ١٤٠٠): د پژواک موندنې ښيي چې په کندوز کې يو شمېر موټر له ګمرکي محصول پرته دغه ولايت ته داخلېږي چې له امله يې هر کال د ګمرک د عوایدو کچه شاوخوا شپږ سوه ميليونه افغانۍ کمېږي.

د پژواک د څېړنو له مخې، يو شمېر موټر وړاندې تر دې چې د شېرخان بندر ګمرک ته ورسېږي، له ګمرکي محصول څخه د تېښتې په موخه د امام صاحب ولسوالۍ له ځنګل سيمې څخه کندوز ښار ته داخلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د امام صاحب ولسوالۍ د ځنګل سيمې کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

د کندوز د اړوندو مسوولينو د معلوماتو له مخې، وسله والو طالبانو په ځنګل سيمه کې ګمرک جوړ کړى، له موټرو څخه پیسې اخلي او ښار ته د داخلېدو اجازه ورکوي.

په ورته وخت کې ځينې نور موټر چلوونکي بيا وړاندې تر دې چې د شېرخان بندر ګمرک ته ورسېږي، خپل توکي له موټر څخه ښکته کوي او په لاسي کراچيو کې يې باروي، ترڅو له ګمرکي محصول څخه ځان خلاص کړي.

د پژواک خبريال شېرخان بندر ته ورغلى، له ځينو داسې موټر چلوونکو سره يې مرکې کړي چې غوښتل يې په قاچاقي ډول له ګمرکي محصول پرته توکي کندوز ښار ته داخلي کړي.

د دغو موټر چلوونکو له ډلې څخه يو هم الهام دى چې غوښتل يې په فلانکوچ موټر کې بار بېلابېل توکي کندوز ښار ته له ګمرکي محصول پرته داخل کړي.

هغه پژواک ته وويل چې له تېرو ١١ کلونو راهيسې خوراکي او ځينې نور توکي له همدې لارې کندوز ښار ته داخلوي.

ده زياته کړه: “په موټر کې مې ١٥ کارتنه ککو، ٢٠ بستې وچ چاى او لس بورۍ سيمونه دي، زه همېشه له دې لارې راځم هېچا ته هم ګمرکي محصول نه ورکوم.”

نوموړى وايي: “دغه مالونه موږ لږ لږ په کراچيو کې له پيادو رو څخه راتېروو بيا يې موټر کې باروو، د ګمرک مسوولين او پوليس موږ ته هېڅ هم نه وايي.”

دغه راز يو بل موټر چلوونکي احمدالله (مستعار نوم) پژواک ته وويل چې د امام صاحب ولسوالۍ د ځنګل له لارې يو شمېر موټر چلوونکي خپل مالونه کندوز ښار ته داخلوي.

دى وايي: “ډېرى هغه موټر د ځنګل له لارې راځي چې اسونه، هنګ بدبوى او يا هم پسته يې بار کړې وي او په نورو موټرو کې چې خوراکي توکي او يا هم نور شيان بار وي هغوی بيا له شېرخان بندر څخه تېريږي.”

هغه په دې اړه د نورو جزیياتو له ورکولو ډډه وکړه.

يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې، خو نېغ په نېغه يې پژواک سره په دې اړه له مرکې کولو ډډه وکړه.

ولسوال: طالبانو په ځنګل سيمه کې ګمرک جوړ کړى

په ورته وخت کې د امام صاحب ولسوال نازکمير اکبري پژواک ته وويل چې طالبانو په ځنګل سيمه کې ګمرک جوړ کړى يو شمېر هغه موټر چې له ګمرکي محصول څخه فرار کوي له دې لارې يې بيا طالبان کندوز ښار ته داخلوي.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: “دقيق نه شم ويلاى چې څومره موټر به هره ورځ له دې لارې راځي، خو دومره ويلاى شم چې د ګمرک په عوایدو يې سخت بد تاثير کړى دى.”

دغه راز د کندوز ولايتي شورا غړي امرالدين ولي هم پژواک ته وويل، دوى ځينې داسې شکايتونه ترلاسه کړي چې يو شمېر کسان له محصول پرته مالونه کندوز ښار ته داخلوي.

ولي زياتوي: “په قاچاقي شکل يې ښار ته داخلوي، محصول نه ورکوي، له کابل څخه بايد يو پلاوى راشي او دغه مسئله بايد جدي بررسي کړي.”

سادات: يو شمېر توکي په قاچاقي ډول کندوز ښار ته راوړل کيږي

د کندوز د ګمرک ریيس جمشيد سادات په دې اړه پژواک ته وويل چې په قاچاقي ډول د توکو واردولو د ګمرک پر عوایدو منفي اغېزې کړې دي.

دى وايي: “ځينې کسان سوداګريز توکي په قاچاقي ډول واردوي او ځينې نور بيا د دولت وسله والو مخالفينو ته پيسې ورکوي او مالونه راوړي چې دې کار زموږ پر عوایدو منفي اغېزې کړې دي.”

د سادات د معلوماتو له مخې، د يادې ستونزې له امله هره مياشت شاوخوا پنځوس ميليونه افغانۍ د قاچاقبرانو او دولت وسله والو مخالفينو جيبونو ته ځي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د يو ټن هنګ بدبوى ګمرکي محصول ١٧٥ زره افغانۍ، د يو ټن پستې ګمرکي محصول ٤٣٠٠٠ افغانۍ او د يوه آس ګمرکي محصول هم له ٨٠ تر ٣٠٠ زره افغانيو پورې دى.

ده وويل چې دغه پیسې ټولې د دولت د خزانې پرځاى شخصي جيبونو ته ځي او د عوايدو پر کچې يې منفي اغېزې کړې دي.

د سادات په وينا، دغه موضوع يې له سيمه ييزو حکومتي مسوولينو سره شريکه کړې، بايد مخنيوی يې وکړي.

په دې اړه د کندوز والي عبدالستار ميرزکوال پژواک ته وويل، امنيتي او کشفي ارګانونو ته يې دنده ورکړې چې د هر ډول قاچاق او له ګمرکي محصول څخه د تښتېدونکو کسانو مخه ونيسي.

ده وويل: “هم توکي قاچاق کېږي او هم ګمرکي محصول نه ورکول کيږي او ترڅنګ يې په ګمرک کې هم ستونزې شته دي چې زه کوښښ کوم دا ټولې ستونزې هوارې کړم.”

مجاهد: طالبان په ځنګل سيمه کې ګمرک نه لري

بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبان د کندوز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په ځنګل سيمه کې کوم ګمرک نه لري.

دى وايي چې طالبان په ځينو لويو لارو کې ګمرونه لري او يواځې له هغو موټرو څخه ټاکل شوى محصول ترلاسه کوي چې افغانستان ته يې توکي وارد کړي وي.

د يادونې ده چې د کندوز ترڅنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم ياده ستونزه شته او يو شمېر سوداګر د ګمرک له مامورينو او امنيتي مسوولينو سره تر جوړ جاړي وروسته خپل توکي له محصول پرته ښارونو ته داخلوي چې له امله يې د ګمرکونو د عوایدو کچه ټېټه شوې ده.

Visits: 114

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.