Pajhwok Afghan News

د لوګر زندان د ټولي قوماندان وژل شوى

پل علم (پژواک، ٢٩ غويى ١٤٠٠): د لوګر امنيتي مسوولين وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت د زندان د ټولي قوماندان په مرکز پل علم کې وژلى دى.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياندګل حيدر د غويي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د مرکز پل علم اړوند د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې د زندان د ټولي پر قوماندان مير حمزه ډزې کړې دي.

هغه وايي: ((د قصابيو مخ ته يې په ميرحمزه ډزې کړي او هغه ځاى پر ځاى وژل شوى دى.))

دغه راز د پېښې يو تن عيني شاهد احمدالله پژواک ته وويل چې تېر ماښام په پل علم ښار کې وسله والو يو پوځي کس وژلى دى.

دى زياتوي: ((وسله والو مخونه پټ کړي وو پر يو پوليس چې په دوکان کې يې سودا اخيسته ډزې وکړې او مړ کړى یې دى.))

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د هلمند مرکز لښکرګاه د درېيمې حوزې په مربوطاتو کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.

يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې يوه ښځه وژل شوې او يوه بله ټپي شوې ده.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په ټول هېواد کې د هدفي وژنو پېښې ډېر شوې چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

Views: 27

Exit mobile version