ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نړۍ ديني عالمان: د مسلمانانو ترمنځ جګړه ناروا ده

د نړۍ ديني عالمان: د مسلمانانو ترمنځ جګړه ناروا ده

author avatar
19 May 2021 - 16:52
د نړۍ ديني عالمان: د مسلمانانو ترمنځ جګړه ناروا ده
author avatar
19 May 2021 - 16:52

کابل (پژواک، ٢٩ غويى ١٤٠٠): د يو شمېر اسلامي هېوادونو ديني عالمان وايي چې په افغانستان کې د جګړې لپاره هېڅ ډول پلمه نشته، بايد ټول لوري د سولې لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

د افغانستان، عراق، فلسطين، اردن، لبنان، ترکيې او مصر هېوادونو ديني عالمانو نن د يوه ويډيو کنفرانس له لارې د افغانستان او د نړۍ پر اړوندو ځينو مسايلو خبرې اترې وکړې.

د يادې غونډې په تړاو د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزير محمد قاسم حليمي خبريالانو ته وويل، په دغه ويډيويي کنفرانس کې پر دې بحث وشو چې د مسلمانانو ترمنځ جګړه ناروا ده، بايد مسلمانان خپلې ټولې ستونزې د سولې او خبرو له لارې حل کړي.

دغه راز دى وايي، د يادو هېوادونو ديني عالمانو دا هم وويل چې بهرنيان له افغانستانه د وتلو په حال کې دي او د جګړې لپاره نور هېڅ ډول پلمه پاتې نه ده.

د حليمي په وينا، دغو ديني عالمانو ټينګار وکړ چې د افغانستان د ښکېلو لورو ديني عالمان دې په اړيکه کې شي او دغه روانه ستونزه دې د دين او قران کريم له لارې حل کړي.

همدارنګه په ياد کنفرانس کې د اردن د ديني عالمانو رييس شيخ عبدالله وويل چې د تاوتريخوالي د له منځه وړو لپاره بايد په جومات او ښوونځي کې د خلکو لپاره عامه پوهاوى وشي.

دى وايي چې د سولې راتلو لپاره بايد د ټولو اړخونو خبرې او غوښتنې واورېدل شي څو يوه باثباته سوله رامنځته شي.

دغه راز د عراق ديني عالم يوسف ناصري وويل چې امريکا، افغانستان ته د ترهګرو ځپلو په موخه ورغلې وه خو خپله امريکا په افغانستان او عراق کې ترهګر روزلي دي.

نوموړي په افغانستان کې پر ښوونځيو او نورو سيمو وروستي بريدونه وغندل او ويې ويل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه بايد يو شمېر ټولنيز مرکزونه رامنځته شي.

همدارنګه يادو ديني عالمانو پر فلسطين د اسرايلو بريدونه وغندل او ويې ويل چې د دې ډول بريدونو مخه بايد ونيول شي.

داسې مهال ياد ديني عالمان د افغانستان د سولې په تړاو خبرې کوي چې په دې وروستيو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو سخت زور اخيستى چې له امله يې هره ورځ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

Views: 24

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.