ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د ګمرکونو له عوایدو د ورځې تر اته میلیون ډالرو پورې غلا کېږي»

«د ګمرکونو له عوایدو د ورځې تر اته میلیون ډالرو پورې غلا کېږي»

author avatar
19 May 2021 - 17:28
«د ګمرکونو له عوایدو د ورځې تر اته میلیون ډالرو پورې غلا کېږي»
author avatar
19 May 2021 - 17:28

کابل (پژواک، ۲۹ غویی۱۴۰۰): مالیې وزارت وایي، له ګمرکونو په ورځني ډول تر ۸ میلیونه ډالرو عواید اختلاس کېږي او ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ د هغو کسانو نوملړ ولسي جرګې ته وړاندې کړي چې له زوره په استفادې یې په ګمرکونو کې خپل کسان ګومارلي دي.

ولسي جرګې نن د مالیې وزرات سپرست محمد خالد پاینده ورغوښتی و څو د ګمرکونو د عوایدو راټولولو څرنګوالي او دولتي ښوونکو او ټیټ رتبه مامورینو په تنخواوو کې د دوه زره اضافه شوو افغانیو د نه ورکړې په اړه معلومات ورکړي.

ګمرکونو کې د ميلیونونه ډالرو عوایدو اختلاس

د ولسي جرګې رییس په ګډون د دې جرګې ځینو غړو وویل چې په ګمرکونو کې د ورځې تر اته میلیون ډالرو عواید غلا کېږي.

د مالیې وزارت سرپرست هم وویل چې د دغه وزارت اټکل ښیي چې د ورځې له ۷ تر ۸ میلیونه ډالر په ګمرکونو کې فساد شوی؛ ځکه د هغه په وینا، د ګمرکونو ځیني کارکوونکي له کمېشنکارانو او چارواکو سره په جوړ جاړي اختلاس کوي.

که په ورځني ډول د غلا شوو پیسو منځنۍ کچه ۷ تر ۸ میلیونه ډالرو په پام کې ونیسو، نو د یوه کال ټولې حیف او میل شوې پیسې له ۲،۷ میلیارده ډالرو ډېرېږي.

د مالیې وزارت سرپرست وویل: «له بده مرغه په ځینو ځایونو کې والیان، امنیه قوماندانان، کمیساران او هر څوک چې زور یې ورسېږي، خپل حق اخلي، داسې ولایت هم شته چې ولسمشر په سفر ورغلی و. له سفر وروسته د حج او اوقافو رییس د ګمرک رییس ته زنګ وهلی او ورته ویلې یې دي چې له تا مې شکایت ونه کړ او حق مې را واستوه! او یا په دلارام کې ان بزګران وایي چې سړک زموږ له سیمې تېرېږي نو له ګمرکه زموږ حق راکړئ.»

د هغه په وینا، په پکتیکا کې هم د کمیسارۍ اړوند وسله وال کسان سلګونه موټرو ته له کمرګي تعرفې پرته د شپې له خوا د تګ اجازه ورکوي.

هغه په ډاګه کړه چې ډېرې ستونزې هغه کارکوونکي رامنځته کوي چې د ازادې سیالۍ له لارې معرفي کېږي؛ ځکه هغوی فکر کوي چې خوندي دي او څوک یې له دندې نه شي ګوښه کولای چې له دې سره په هېڅ ځای کې سل سلنه تعرفه نه تطبیقېږي.

پاینده ټینګار وکړ چې نوموړي څارنوالۍ ته د څو رییسانو او ګمرکونو د کارکوونکو په ور پېژندلو سره، د ګمرکونو په یو شمېر برخو کې بدلونونه راوستلي او له ځینو نورو ګمرکونو یې جدي څارنه پیل کړې ده چې له همدې امله د عوایدو راټولولو بهیر لږ ښه شوی؛ خو اوس هم د منلو نه دی.

د مالیې وزرات سرپرست وویل: «له بده مرغه په ګمرکونو کې هغه پیسې چې کېدای شي ناوړه ګټه ترې واخیستل شي، بېخي ډېرې دي او ډېر پیاوړی کس غواړي څو وکولای شي فساد ونه کړي.»

د هغه په خبره، دوه مسئلې د ګمرکونو ريښې دي؛ یو د تعرفې ټاکل چې ناوړه ګټه ترې پورته نه شي او بله د جنسونو نرخ ټاکنه؛ خو د هغه په باور، په دغو دواړو مواردو کې ظرفیتونه په قصدي ډول په ټیټه کچه ساتل شوي وو، خو هڅې روانې دي چې دغه دواړې ستونزې هوارې شي.

دغه راز نوموړي په ګمرکونو کې د سیار مراقبت اداره تر ټولو فاسده وبلله او ویې ویل چې ډېری غړي یې د ګمرکونو رییسانو ته راپور ورکوي او هغوی نه شي کولای د ګمرکي تصفیې له بهیره څارنه وکړي.

هغه زیاته کړه چې دغه ستونزې پلان شوې وې، له همدې امله له ګمرکونو ګرځنده څارنه له منځه لاړه او اوس د دې ادارې کارکوونکي، په مستقیم ډول د مالیې وزیر ته راپور ورکوي چې په دې وروستیو کې یې کارونه ښه دي او د ننګرها، کندوز په ګمرکونو او کابل هوایي ډګر کې کسان نیول شوي او د ګمرکونو ځیني کارکوونکي له دندې لرې شوي دي.

د مالیې وزارت سرپرست د نیول شوو او له دندو ګوښه شوو په اړه جزیات ورنه کړل؛ خو ویې ویل: «له بده مرغه ګرځنده مراقبت، په ګمرکونو کې تر ټولو فاسده اداره ده او هر څوک چې دې ادارې ته راغلي، د یو چا اړوند دي. که غواړئ د هغو کسانو نوملړ چې د کوم وکیل او دولتي نفوذ لرونکي اړوند دي، جرګې ته وړاندې کړم.»

د مالیې وزارت د سرپرست دغه څرګندونې د جرګې د غړو له غبرګونونو سره مخ شوې او د یاد نوملړ شریکولو غوښتنه یې وکړه.

سرپرست وویل: «نوملړ اوس راسره نشته، وخت راکړئ درته استوم یې.»

خو د جرګې رییس او ځینو غړو ټینګار کاوه چې نوملړ باید نن شریک شي.

په دې جرګه کې د پروان خلکو استازي ظاهر سالنګي، پاینده ته په خطاب کې وویل: «موږ دې څنګ کې ولاړ یو، مهربانۍ وکړئ د مالیې وزارت د هغو کارکوونکو نوملړ چې د ملي شورا د غړو، ولسمشرۍ او ځینو زورواکو له خوا ګومارل شوي، شریک کړئ.»

په یاده جرګه کې د کندهار خلکو استازي ګل احمد کمین وویل: «پوهېږو چې تاسو دا ډول جرئت لرئ او موږ مو څنګ کې ولاړ یو، باید د ټولو غلو نومونه واخیستل شي، له شورا نیولې تر ولسمشرۍ او نورو.»

په پای کې جرګې پرېکړه وکړه چې راتلونکې اوونۍ دوشنبې ورځ به د مالیې وزارت سرپرت د دې جرګې فوق العاده ناستې ته د هغو وکیلانو او حکومتي چارواکو نومونه رسنیز کوي چې له خپل زوره په ګټه اخیستنه یې خپل اړوند کسان په ګمرکونو کې ګومارلي دي.

تنخواوې You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.