کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ١٤٠٠) : د افغانستان حکومت د ناټو سازمان د هغه اعلان هرکلى وکړ، چې په راتلونکي کې له افغان ځواکونو سره په درېيو برخو کې مرستې او همکارۍ کوي.
د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ پرون په پاريس کې د فرانسې له ولسمشر سره په يوه ګډه خبري غونډه کې اعلان وکړ، چې دغه سازمان به له افغانستانه د خپلو ځواکونو له ايستلو وروسته هم له افغان ځواکونو سره په دې برخو کې همکاريو ته دوام ورکړي.
هغه زياته کړه، دوى به د افغان ځواکونو ظرفيت لوړولو، روزنې، مالي مرستو او د کابل حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر د فعاله ساتلو په برخو کې مرستې وکړي.
د ناټو سرمنشي دا هم وويل چې دوى غواړي افغان ځانګړو ځواکونو ته په بهرنيوهېوادونو کې روزنه ورکړي.
د ولسمشر سلاکار او د حکومت د سراتېژيکو اړيکو د دفتر رييس وحيد عمر د ناټو د دغه اعلان هرکلى کړى دى.
هغه په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي: (( په دې کې هېڅ شک نشته چې له نړيوالې ټولنې د اړيکو په نوي فصل کې به د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې وساتل شي. ))
د وحيد عمر په وينا، افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه به د نړيوالې ټولنې په همکاريو سره له پخوا څخه نور هم پياوړي شي .
بلخوا د ولسمشر د ویاند مرستیالې فاطمې مورچل او د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند فواد امان هم د ناټو د دغو همکاريو هرکلى کړى دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP