ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا حوزوي روغتون ډاکترانو کاري اعتصاب پيل کړ

د پکتيا حوزوي روغتون ډاکترانو کاري اعتصاب پيل کړ

author avatar
23 May 2021 - 18:54
د پکتيا حوزوي روغتون ډاکترانو کاري اعتصاب پيل کړ
author avatar
23 May 2021 - 18:54

ګردېز (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۰): د پکتيا ولايت حوزوي روغتون ډاکټران او کارکوونکي وايي چې د هېواد په نوم د دغه ولايت د روغتيايي مرکزونو قراردادي موسـسې ورته له څلور مياشتو راهيسې معاشونه نه دي ورکړي.

دوی له همدې امله کاري اعتصاب پيل کړی او وايي، تر هغه به کار ونه کړي چې د تېرو مياشتو معاشونه يې نه وي ورکړي.

د دوی له ډلې ډاکټر محمد نبي وايي چې د څلور مياشتو معاش نه ورکولو سربېره يادې موسـساتي ادارې له روغتياپالو او کارکوونکو څخه ۲۰ سلنه معاشونه هم ګرځولي دي.

ده پژواک ته وويل: ((موږ د معاشونو او امتیازاتو په اړه امنیتي ادارو ته هم رسمي مکتوبونه لېږلي، چې د حوزوي روغتون ستونزه هواره کړي، خو هيچا هم په دې اړه سر ونه ګرځاوه او موږ مجبور شو، چې اعتصاب وکړو.))

يو بل ډاکټر احمدالله احمدزی وايي چې د هېواد په نوم د قراردادي موسـسې په پکتيا کې يواځې يوه مياشت موده پاتې او درې کلن قرارداد يې پای ته رسيږي.

احمدزي وويل، دوی اندېښنه لري چې ياده اداره د دوی د معاشونو او امتيازاتو له ورکړې پرته ولاړ نه شي.

نوموړي زياته کړه: ((ډاکټرانو ته امکانات نه دي برابر او خپل حقونه او امتيازات يې ځنډيږي. په روغتون کې امکانات په نشت حساب دي، هر څه ګډوډ حالت کې دي، دا وضعيت بايد هيچا ته هم د منلو نه وي او په دې اړه دې جدي اقدام وشي.))

د حوزوي روغتون يوې صفاکارې زېبا پژواک ته وويل چې د کورنۍ سرپرستي ور له غاړې ده، خو له تېرو څلور مياشتو راهيسې د معاش نه ورکړې له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ ده.

هغه وايي: ((زه درې نيم يا څلور زره افغانۍ معاش لرم او په همدې مې د کور ګوزاره چلوم، نو که همدا ناچيزه معاش مې هم رانه کړل شي، نو زه به کور ته د خوراک لپاره څه وړم؟ سخت مشکل کې يو، ارزو مو دا ده چې معاشونه مو راکړل شي.))

د ډاکټرانو کاري اعتصاب ناروغان او ناروغ لرونکي له ستونزو سره مخامخ کړي او له اړندو ادارو غواړي چې پېښه ستونزه ژر تر ژره حل کړي.

د پکتيا ولايت روغتيايي مسوولين هم د ډاکټرانو ستونزې مني او وايي چې ژر به له هېواد موسـسې څخه اړوندو کارکوونکو ته د هغوی معاشونه حواله کړي.

د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ولايت خان احمدزي پژواک ته وويل چې د روغتياپالو ستونزې يې تعقيب کړې او له هغوی غواړي چې کاري اعتصاب پای ته ورسوي.

احمدزی وايي: ((نن موږ له هېواد موسـسې سره مخامخ جدي خبرې وکړې او هغوی ډاډ راکړ چې د روغتون ټول پرسونل ته به د وروستۍ مياشتې تنخوا سبا او د پاتې تېرو مياشتو معاشونه راتلونکو شلو ورځو کې حواله کړي. دا موضوع سبا او راتلونکو ورځو کې هم تعقيبوو.))

د پکتيا د روغتيايي مرکزونو د قراردادي موسـسې هېواد څخه د خرابو او کم کيفيته روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو له امله دوامدار شکايتونه کېږي او خلک ټينګار کوي چې نور دې يادې ادارې ته پکتيا کې د فعاليت اجازه نه ورکول کيږي.

د پکتيا ګڼو ځوانانو په دې اړه په ياد عنوان په ټولنيزو رسنيو کې يو کمپاين هم پيل کړی دی.

د يادولو ده چې د خوست په مرکز او ولسواليو کې ۴۲ روغتيايي کلينيکونو کارکوونکو هم نن کاري اعتصاب پيل کړی او د اعتراض په ډول يې د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست دروازه هم تړلې ده.

د دغو روغتيايي کارکوونکو چې شمېر يې شاوخوا پنځه سوه کسانو ته رسېږي، وايي، له تېرو څلورو مياشتو راهيسې هغوی ته معاش نه دی ورکړل شوی او زياتوي، تر هغې به خپل اعتصاب ته دوام ورکوي څو يې غوښتنې ومنل شي.

Views: 56

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.