ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورني څارویو واکسینولو کمپاین پیل شو

د کورني څارویو واکسینولو کمپاین پیل شو

author avatar
23 May 2021 - 16:49
د کورني څارویو واکسینولو کمپاین پیل شو
author avatar
23 May 2021 - 16:49

کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۰): د کرنې وزارت د هېواد په کچه پر کورنیو څارویو له دې ډلې غواګانو او مېږو ته د «طبق او بروسلوز» ناروغیو واکسین کمپاین پیل کړ چې په ترڅ کې به یې شپږ میلیون دوزه حیواني واکسین طبیق شي.

د دغه وزارت له خوا پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا په هېواد کې د کورنیو څارویو د واکسیناسیون د کمپاین لومړی پړاو دی.

سرچينه زياتوي، په دغه کمپاین کې ټاکل شوې چې د «بروسلوز او طبق» ناروغیو د مخنیوي په پار پر کورنیو څارویو له دې ډلې پر غواګانو او مېږو دوه میلیونه او ۱۸۹زره او ۶۷۲ ډوزه واکسین پلی شي.

له دې جملې په ټول هېواد کې پر مېږو د بروسلوز یو میلیونه او ۷۵۷زره او ۵۲۷ ډوزه واکسین او دغه راز پر غواګانو د بروسلوز یا حیواني محرقې ۲۸۲زره او ۹۹ دوزه او د طبق ۱۵۰زره دوزه واکسین په ۹ ولایتونو کې طبیقیږي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال شېرشاه امیري د دغه کمپاین پرانیستغونډې ته وویل چې د حیواني ناروغیو د مخنیوي په پار پر کورنیو څارویو د واکسین پلي کول د کرنې وزارت له مهمو برنامو څخه دي.

ده زياته کړه: «د خلکو ۵۰ سلنه عواید د مالدارۍ له لارې لاس ته راځي، د مالدارۍ د محصولاتو زیاتوالی او د څارویو د مړیني مخنیوی د کرنې وزارت له مهمو برنامو څخه دي. د عوایدو په برخه کې مالداري د کال ۲.۲ میلیارده ډالر ونډه لري او په هېواد کې څه باندې یو زر او ۲۰۰ د څارویو روغتیایي کلینیکونه فعالیت لري.»

د هغه په وينا، د مالدارۍ د روغتیايي خدماتو د ښه والي لپاره د څارویو اته کلینیکونه بیارغول کېږي.

د کرنې وزارت د حیواني روغتیا رییس ډاکتر مختار محسني وویل چې بروسلوز د څارویو او انسانانو ترمنځ ګډه ناروغي ده چې یاده ناروغي د مالدارۍ پر اقتصاد ډېر منفي اغېز لري.

نوموړي دغه راز طبق هم یوه خطرناکه ناروغي وبلله او ویې ویل: «د طبق ناروغي هم هغه ناروغي ده چې د مالدارۍ پر اقتصاد مستقیم او غېر مستقیم اغېز لري او د کرنې وزارت له خوا د دې ناروغي د کنټرول په موخه ډېر لګښت کېږي. که چېرې دا ناروغي کنټرول نه شي، نو مالدارانو ته به ۴.۵ میلیارده زیان ورسېږي.»

د ده په خبره، د کرنې وزارت د ستراتیژۍ پر بنسټ، په مرکز او ولایتونو کې د طبق او بروسلوز واکسین په هغو سیمو کې پلی کېږي چې د ټولنو او کوپراتیفونو ډېر تمرکز په کې وي.

مالداران د څارویو د دغه واکسين په اړه د کرنې وزارت د اقدام هرکلی کوي او وایي چې یاد کمپاین باید پراخ شي.

د کابل د چهاراسیاب په ولسوالۍ کې د «نونیاز شیدې» د مولدینو ټولنې رییس شاه جهان ناصري وايي: «د حیواني ناروغیو د کنټرول لپاره د بروسلوز او طبق ناروغیو د واکسینو کمپاین باید پراخه شي، څو یاده ناروغي له منځه ولاړه شي. د کرنې له وزارت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې دا کمپاین پراخ کړي.»

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو پر اساس، دوی د هېواد په کچه هر کال د بروسلوز، طبق، زینوس او نورو حیواني ناروغیو د کنټرول په موخه د واکسین کمپاین ترسره کوي.

Views: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.