ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سعودي پاچا: په افغانستان کې د سولې د تامین او تحکیم جدي ملاتړ کوو

د سعودي پاچا: په افغانستان کې د سولې د تامین او تحکیم جدي ملاتړ کوو

author avatar
24 May 2021 - 19:43
د سعودي پاچا: په افغانستان کې د سولې د تامین او تحکیم جدي ملاتړ کوو
author avatar
24 May 2021 - 19:43

کابل (پژواک ۳ غبرګولی ۱۴۰۰): د سعودي عربستان پاچا وايي، د سعودي عربستان علما او په خپله دی په افغانستان کې د سولې د تامین او تحکیم جدي ملاتړ کوي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازدیګر د سعودي عربستان پاچا خادم الحرمین الشریفین اعلیحضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز سره ټلیفوني خبرو کې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکو، د افغانستان سولې پروسې او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

سرچينه زياتوي، په دغه ټلیفوني مکالمه کې خادم الحرمین الشریفین وویل: "د سعودي عربستان علما او شخصا زه په افغانستان کې د سولې د تامین او تحکیم جدي ملاتړ کوو."

هغه زیاته کړه: "هیله لرم وضعیت ښه او په راتلونکي کې له نږدې ووینو او پر دغو مسایلو لازیات بحث وکړو."

اعلیحضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز وویل، د سولې د تامین په موخه د افغانستان د ولسمشر په توګه ستاسې مدبرانه رول او رهبري، ډېره مهمه ده.

د ده په وينا، دوی د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا ته ژمن دي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ترسره شویو هوکړو تطبیق د دغو اړیکو د لاژورتیا لپاره زیات مهم دی.

د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د سعودي عربستان د مرستو او همکاریو په ځانګړي ډول د سولې د تامین لپاره د خادم الحرمین الشریفین د هڅو قدرداني وکړه.

پژواک

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.