Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل (پژواک، ٥ غبرګولى ١٤٠٠) : طالبان وايي، په هغه صورت کې د استانبول ناسته کې ګډون کوي چې لنډه وي، د ناستې اجنډا کې د مهمو موضوعاتو په اړه پرېکړې شاملې نه وي او د طالبانو حضور په کې په ټيټه کچه وي.

ټاکل شوې وه، چې د ملګرو ملتونو، ترکيې او قطر هېوادونو تر سرپرستۍ لاندې د استانبول ناسته د تېرې اپريل مياشتې په ٢٤مه، ترسره شي، خو دا چې امريکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو نېټه پنځه مياشتې وځنډوله، طالبانو په دغې ناسته کې له ګډون څخه انکار وکړ او  یاده ناسته وځنډول شوه.

د طالبانو يوه لوړ پوړي چارواکي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، له امريکا غږ سره په يوې ځانګړې مرکه کې ويلي، دوى په هغه صورت کې د استانبول په ناسته کې ګډون کوي چې دغه ناسته لنډه وي، د ناستې اجنډا کې د مهمو موضوعاتو په اړه پرېکړې شاملې نه وي او د طالبانو حضور په کې په ټيټه کچه وي.

ياد طالب چارواکي زياته کړې: "زموږ رهبرۍ وړاندیز کړی چې د استانبول ناسته بايد له درې ورځو څخه زياته نه وي."

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.