منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۷ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

طالبان: د استانبول ناسته کې بايد د مهمو موضوعاتو په اړه پرېکړې ونه شي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۰۳ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ٥ غبرګولى ١٤٠٠) : طالبان وايي، په هغه صورت کې د استانبول ناسته کې ګډون کوي چې لنډه وي، د ناستې اجنډا کې د مهمو موضوعاتو په اړه پرېکړې شاملې نه وي او د طالبانو حضور په کې په ټيټه کچه وي.

ټاکل شوې وه، چې د ملګرو ملتونو، ترکيې او قطر هېوادونو تر سرپرستۍ لاندې د استانبول ناسته د تېرې اپريل مياشتې په ٢٤مه، ترسره شي، خو دا چې امريکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو نېټه پنځه مياشتې وځنډوله، طالبانو په دغې ناسته کې له ګډون څخه انکار وکړ او  یاده ناسته وځنډول شوه.

د طالبانو يوه لوړ پوړي چارواکي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، له امريکا غږ سره په يوې ځانګړې مرکه کې ويلي، دوى په هغه صورت کې د استانبول په ناسته کې ګډون کوي چې دغه ناسته لنډه وي، د ناستې اجنډا کې د مهمو موضوعاتو په اړه پرېکړې شاملې نه وي او د طالبانو حضور په کې په ټيټه کچه وي.

ياد طالب چارواکي زياته کړې: "زموږ رهبرۍ وړاندیز کړی چې د استانبول ناسته بايد له درې ورځو څخه زياته نه وي."

د طالبانو يوه بل مهم چارواکي هم له امریکا غږ سره په خبرو کې په استانبول ناسته کې د ګډون لپاره د طالبانو دغه درې شرطونه تاييد کړل.

هغه زياته کړې، طالب مشرانو نه غوښتل چې په استانبول ناسته کې ګډون وکړي، خو زیاته یې کړه چې د «پاکستان او قطر تر غوښتنې وروسته» يې په مشروط ډول په دغې ناسته کې د ګډون پرېکړه وکړه.

دغه طالب چارواکي په دې اړه چې د استانبول ناسته کې به د طالبانو په استازولۍ کوم اشخاص ګډون وکړي څه ونه ویل.

د طالبانو دغه مهم چارواکي همدارنګه ويلي چې د دغې ډلې مشرتابه نه غواړي چې د استانبول ناسته په تصمیم نيونې بدله شي او په خبره يې طالب مشران په دغه ناسته کې د «یوې مشخصې اجنډا» له ځای پر ځای کولو سره مخالف دي.

دغه طالب چارواکي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالب مشرتابه به د اوربند په اړه پرېکړه وکړي، وویل چې وسله وال طالبان به د اوس لپاره اوربند اعلان نه کړي او په بین الافغاني مذاکراتو کې به هم د اوربند ټینګېدو په اړه پرېکړه ونه کړي.

خو تراوسه پورې د طالبانو ویاندویانو د پورته څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

ځينې سرچينې وايي چې ټاکل شوې ده، د استانبول ناسته د جون مياشتې په وروستيو کې ترسره شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه