Pajhwok Afghan News

امريکا: له افغانستان څخه مو ٢٥ سلنه ځواکونه ايستلي

سربازان امریکایی

کابل (پژواک، ٥ غبرګولى ١٤٠٠) : د امريکا دفاع وزارت اعلان کړى چې تراوسه یې له افغانستان څخه ٢٥ سلنه سرتېري ایستلي دي.

د امريکا د مرکزي قوماندانۍ سينټکا له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،  تر اوسه په ١٦٠  (سي ١٧) الوتکو کې وسايل او نور توکي له افغانستان څخه ايستل شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې د دې ترڅنګ لس زره ډوله بېلا بېل نظامي وسايل د امريکا لوجستيکي شرکت ته سپارل شوي دي.

د امريکا مرکزي قوماندانۍ ويلي چې تر اوسه پنځه پوځي اډې د افغانستان ملي دفاع وزارت ته سپارل شوې دي.

د امريکا د دفاع وزارت وياند جان کربي ويلي چې له ٢٠ کلونو ماموريت وروسته امريکا اوس له افغانستان څخه ځکه وځي چې هدفونه يې ترلاسه کړي دي.

هغه زياته کړې : (( لکه څرنګه چې زموږ ولسمشر ويلي، زموږ ځواکونه چې د کوم هدف لپاره افغانستان ته تللي وو، هغه يې ترلاسه کړى دى. ))

د نوموړي په وينا، د امريکا هدف دا و، چې افغانستان يو ځل بيا د ترهګرۍ پر مرکز بدل نه شي او له دغه هېواد څخه يو ځل بيا امريکا ته ګواښ رامنځته نه شي.

هغه زياته کړه، چې که څه هم امريکا خپل ځواکونه له افغانستان څخه باسي، خو اوس امريکا له افغان حکومت او د افغانستان ملي دفاع وزارت سره د نوي فصل اړيکې جوړوي.

د جان کربي په وينا، له افغان ځواکونو سره به د دوى همکارۍ په يو بل ډول روانې وي.

Views: 3

Exit mobile version