Language

 د البيروني پوهنتون د استادانو پر موټر چاودنه شوې

چاریکار(پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۰): امنیتي سرچینې وایي چې د کاپیسا ولایت د البیروني پوهنتون د استادانو په موټر کې د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله څلور کسان وژل شوي او ۱۱نور ټپیان دي.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش پژواک اژانس ته وویل چې نن له غرمې وروسته درې بجې د کاپیسا د البيروني پوهنتون د استادانو په موټر کې چې کابل ته پر لاره و د بګرام ولسوالۍ د رباط په سیمه کې د مقناطیسي ماین چاودنه شوې ده .

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي چې په دغې چاودنه کې څلور کسان وژل شوي او ۱۱نور ټپیان دي.

د هغه په خبره، ټول وژل شوي او ټپیان د یاد پوهنتون محصلین او استادان دي.

د یاد پوهنتون رییس عبدالقهار سروري چې خپله هم په دغې پېښې کې ټپي شوی وویل چې یاده پېښه کې د ده یوشمېر همکاران ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره، چې احتمالاً په دغې پېښه کې یوشمېر استادان وژل شوي هم دي.

تراوسه چا د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.