کابل (پژواک، ٨ غبرګولى ١٤٠٠): عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٦٥٤ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٢٠ کسان يې له امله مړه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت له لوري د غبرګولي په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٨٧١ شکمنې پېښې معاینه شوې چې له دې ډلې ٦٥٤ يې مثبت دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۷۰۷۶۱ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه پېښو کې ۲۳۴ په کابل، ۱۳۲ په بلخ، ۶۰ په کندهار، ۴۹ په لوګر، ۳۴ په هلمند، ۲۶ په لغمان، ۲۴ په نیمروز، ۲۱ په تخار، ۱۵ په کندوز، ۱۱-۱۱ په کونړ او زابل، ۱۰-۱۰ په وردګو او نورستان، نهه په ننګرهار، شپږ په غزني او دوې په فارياب ولايت کې ثبت شوې دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٦٢ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له یادې ناروغۍ د بېرته روغو شوو کسانو شمېر ۵۷۲۸۱ ته ورسېد.
خبرپاڼه کاږي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ له امله ٢٠ کسان مړه شوي چې په دې سره د یادې ناروغۍ له امله د مړو کسانو شمېر ٢٩١٩ ته ورسېد.
د يادونې وړ ده چې تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٧٠ ميليون کسان پر کرونا اخته شوي چې له دې ډلې ١٤٨ ميليون يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٥،٣ ميليون کسان يې له امله مړه شوي دي.
Views: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن