ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طبي پوهان: یوازې د ښوونیزو مرکزونو په رخصتولو سره د کرونا مخه نه نیول کېږي

طبي پوهان: یوازې د ښوونیزو مرکزونو په رخصتولو سره د کرونا مخه نه نیول کېږي

author avatar
1 Jun 2021 - 09:30
طبي پوهان: یوازې د ښوونیزو مرکزونو په رخصتولو سره د کرونا مخه نه نیول کېږي
author avatar
1 Jun 2021 - 09:30

کابل (پژواک،۱۱غبرګولی۱۴۰۰): طبي پوهان وایي چې یوازې د ښوونزو مرکزونو په رخصتولو سره د کرونا ویروس خپرېدو مخه نیول ممکن نه دي، باید په کابل کې یو شمېر نور عامه ځایونه هم وتړل شي.

دغه اندېښنه او وړاندیز داسې مهال مطرح کېږي چې د کرونا پېښو په ډېرېدو سره تېره ورځ په کابل او ۱۵ نورو ولایتونو کې ښوونځي او پوهنتونونه ټول وتړل شول.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په هېواد کې د کرونا ویروس د ۹۴ مثبتو پېښو له ثبت وروسته د هماغه کال د کب په ۸مه نېټه کابینې د دغه ویروس د مخنيوي په موخه پر تګ راتګ بندیز ولګاوه او غیر ضروري دولتي ادارې، پلورنځي، هوټلونه او سوداګریز مارکېټونه هم د درېیو اوونیو لپاره وتړل شول.

دغه راز د کرونا ناروغانو له ډېرېدو سره په کابل ښار کې پر ګرځېدو بندیز وغځېد.

د یادونې ده، کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۱۳۹۸ کال په لېندۍ میاشت کې د چین په اوهان ښار او وروسته د نړۍ نورو هېوادونو ته خپور شو او په افغانستان کې یې لومړۍ پېښه د هماغه کال د کب په پنځمه په هرات کې ثبت شوه.

طبي پوهان: کرونا یوازې په ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو کې نه ده، باید کابل ښار کرنتین شي

د افغان- جاپان روغتون د بېړنیو مراقبتونو څانګې (ICU) موظف ډاکتر حشمت الله فیضي پژواک ته وویل چې کرونا ویروس یوازې په تعلیمي مرکزونو کې نشته، بلکې په هر کور، کوڅه او بازار کې شتون لري.

هغه زیاته کړه چې که له علمي اړخه پام ورته وشي، نو لیدل کېږي چې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې ډېری د لوړ مقاومت بدن لرونکي کسان لیدل کېږي.

نوموړي وویل: “یوازې د زده کړو مرکزونو کرنتین کول کوم درد نه دوا کوي، باید ښارونه، بازارونه، وزارتونو او نورې دولتي ادارې هم وتړل شي.”

د هغه په وینا، لکه څنګه چې لیدل کېږي، ډېری دولتي کارکوونکي او په ښار کې ګرځېدونکي، د ډېر عمر کسان دي چې د ځوانانو په نسبت یې پر کرونا د اخته کېدو ګواښ ډېر دی.

فیضي د یو شمېر خصوصي مرکزونو پر فعالیت هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې اوس هم د زده کړو ځینې مرکزونه په ښکاره فعالیت کوي، اړوند بنسټونه باید د هغو د خپلسرو فعالیتونو مخنیوی وکړي.

هغه زیاته کړه، څه موده مخکې چې د کرونا مثبتې پېښې ډېرېدې، عامې روغتیا وزارت او د دغه وزارت له لارې یې حکومتي چارواکو ته وړاندیز وکړ چې په ټولنه کې د کرونا د مخنیوي په موخه کرنتین وضع شي؛ خو له بده مرغه چې ونه شو.

ډاکتر فیضي پر دې د ټینګار ترڅنګ چې کرونا ویروس په هر کور، کوڅه او بازار کې شته، وویل چې په ګشت او ګذار کې کرنتین او یا محدودیت، هماغه مهال نسبت اوس ته ښه نتیجه ورکوله، خو بیا هم هېوادوال او اړوند بنسټونه باید جدي پام وکړي.

په ورته وخت کې د افغان- جاپان روغتون پخواني رییس حکیم الله صالح له پژواک سره په مرکه کې د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو تړل له ځینو هېوادونو تقلید وباله او زیاته یې کړه چې د تعلیمي مرکزونو تړلو ترڅنګ د یو شمېر عامه ځایونو، لکه هوټلونو، جوماتونو، فاتحه اخیستنې ځایونو، ګڼې ګوڼې ځایونو او .. تړل هم یو ضروري امر دی.

هغه د کرونا د کنټرول لپاره کرنتین ګټور وباله او له دولته یې وغوښتل چې د یادو ځایونو د کرنتین په صورت کې باید دولت د خلکو د اقتصادي ستونزو هواري لپاره یوه ستراتیژیکه تګلاره چمتو کړي.

نوموړي د حج او اوقافو او کورنیو چارو له وزارتونو او کابل ښاروالۍ سره د عامې روغتیا وزارت همغږي مهمه وبلله او ویې ویل چې یاد بنسټونه باید د کرنتین عملي کولو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د فغان- جاپان روغتون پخواني رییس د عامې رواغتیا له وزارته وغوښتل چې د کرونایي وضعیت د کنټرول لپاره باید د کرونا درملنې د تشخیص او تجرید مرکزونه ډېر کړي.

ډاکتر صالح د روغتیا وزارت لارښوونې مهمې وبللې او له هېوادوالو یې وغوښتل چې له ماسک څخه استفاده، د ټولنیزې فاصلي مراعاتول او د شکمنو کسانو کرنتین له پامه ونه غورځوي.

په ورته مهال د داخلي ناروغیو اسوشېټ پروفیسور او د زړه، تنفسي ناروغیو او بحراني مراقبتونو فوق تخصص نبیل پاکطین پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې په کابل کې له هرو دوو مراجعه کوونکو ناروغانو یو یې په کوویډ-۱۹ اخته دی.

هغه ویلي: “د زړه حملې د شپږو شکمنو پر له پسې پېښو له ثبت وروسته د هغو د هر شش له ارزونې وروسته معلومه شوه چې د زړه حمله نه، بلکې په کرونا اخته کسان وو.”

د ده په وینا، ډېری هغه کسان چې لومړی ځل په کرونا نه دي اخته شوي، اوس پرې اخته شوي او اخته کېږي.

ډاکتر پاکطین وویل چې د کرونا زیات خپرېدو وښوده چې خلک کتلوي معافیت ته نه دي رسېدلي او وړاندیز یې وکړ چې کابل ښار باید قرنطین شي.

بلخوا د عامې روغتیا وزارت پخواني ستر سلاکار ډاکتر بازمحمد شېرزاد د دې په یادولو چې د دغه وزارت رهبري د غیرمسلکي کسانو لاس ته لوېدلې، ادعا وکړه چې په افغانستان کې له کرونا سره مبارزه د نړۍ په پرتله په غیرعلمي ډول روانه ده.

هغه زیاته کړه: “کله چې یوه مثبته پېښه ثبتېږي باید وارزول شي چې کس له کوم ځایه راغلی، څوک یې پرې اخته کړي، چېرته اوسېدلی او له چا سره په اړیکه کې و؟ له بده مرغه په افغانستان کې چې څوک روغتونونو ته مراجعه کوي، یوازې سمپل یې اخیستل کېږي بس.”

نوموړي دې ته په اشاره چې اوس مهال د کرونا ډېری پېښې له نښو نښانو پرته دي وویل، له بده مرغه په لرو پرتو سیمو کې د کرونا د ډېرو پېښو خبر نه ورکول کېږي چې له همدې امله ښایي په دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر هغه ډېر وي کوم چې د عامې روغتیا وزارت له لوري اعلانیږي.

د عامې روغتیا وزارت پخواني سلاکار په هېواد کې د کرونا پېښو د زیاتېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې دا مهال په ټولنه کې د کرونا ۹۰ سلنه پېښې شته.

ډاکتر شېرزاد د کرونا د نوو پېښو په اړه خپاره شوي راپورونه دقیق ونه بلل او زیاته یې کړه، د ناسمو راپورونو خپرول د دې لامل شوي چې افغانستان د ملګرو ملتونو د واکسین د لومړیتوب له نوملړه و  ایستل شي.

هغه څرګنده کړه چې د کرونا پېښې په ډېرېدو دي او ښایي تر دوو میاشتو دغه وضعیت دوام وکړي، نو هېوادوال باید روغتیایي لارښوونې په پام کې ونیسي.

د عامې روغتیا وزارت: که لازم چمتوالی ونه نیول شي کرونا ویروس ډېریږي

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح د دغه ویروس د مخنیوي په برخه کې د ټولو خلکو پر همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې که دغه ناروغي په خپل عقل، هوش او تدبیر مدیریت نه کړو، نو د خپرېدو مخه یې نه نیول کېږي او ښایي ناورین رامنځته کړي.

مجروح په هېواد کې د کرونا پېښو ډېروالی د خطر زنګ وباله.

پوهنې وزارت د تعلیمي مرکزونو تړلو د هرکلي ترڅنګ او د کرونا د زیاتېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو  سربېره وویل چې دا د ژوند او مړینې موضوع ده، میلیونونه ماشومان مو ښوونځي ته ځي، باید هغه جدي ونیسو.

په ورته مهال، د لوړو زده کړو وزارت ویلي چې د ځان ساتل شرط دي او دغه وزارت حاضر دی چې د اړتیا په صورت کې د پوهنتونونو ودانۍ د عامې روغتیا وزرت په واک کې ورکړي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د کرونا د خپرېدو له پیله تراوسه ٧٣٢٥٦ کسان پرې اخته شوي چې له ډلې یې ۲۹٧٤ کسان مړه شوي دي.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، تراوسه په ټوله نړۍ کې ۱۷۰ میلیونه کسان په کرونا خته شوي او تر ۳،۵ میلیونه ډېر کسان یې له امله مړه شوي دي.

 


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Views: 72

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.