Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار ديني عالمان: طالبان دې اوربند وکړي

جلال اباد (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۰): د ختيځ زون لسګونه ديني عالمانو په جلال اباد ښار کې د يوې غونډې پرمهال له وسله والو طالبانو وغوښتل چې له جګړو او افغان وژنې لاس په سر شي او له حکومت سره اوربند وکړي.

دغه راز دوی وويل چې جګړه د حل لاره نه ده بايد د خبرو اترو له لارې وسله وال طالبان مخته لاړ شي او سوله وکړي.

دغه ديني عالمان د غبرګولي په ۱۱مه د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې راټول شوي وو او دغه راز يې له حکومته هم وغوښتل چې له طالبانو سره دې د اوربند لپاره خپل نيت څرګند کړي.

د ختيځ زون د علماوو شورا رييس مولوي حميد الله صديقي پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې په ټول هېواد کې سراسري اوربند وکړي او د بین الافغاني خبرو له لارې ستونزې حل کړي.

هغه زیاته کړه، جګړه هیڅ ګټوونکی نه لري او یواځې د افغانانو د وژنې او وطن د ورانۍ لامل کیږي.

يو بل ديني عالم او د ننګرهار د حج او اوقافو رييس محمد داوود مجاهد هم ټینګار وکړ چې وسله وال طالبان دې په ټول هېواد کې سراسري اوربند وکړي او د مذاکراتو له لارې دې خپلې غوښتنې حل کړي.

ننګرهار والي ضیاءالحق امیرخېل چې یادې غونډې کې يې خبرې کولې د ختیځ زون له علماوو مننه وکړه چې د تل پاتې سولي او اوربند ترسره کولو غږ پورته کوي او د حکومت په استازیتوب یې ډاډ ورکړ چې د علماوو او ولس هر ډول غوښتنو ته به مثبت ځواب ووایي.

نوموړي زیاته کړه، د نړۍ سترو علماوو اوسنۍ جګړه حرامه بللې او غږ یې پورته کړی چې افغان وژنه دې بس شي، له همدې امله هیڅ دلیل نشته چې اوسنۍ تپل شوې جګړې ته د جهاد نوم ورکړل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.