ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي بس رییس: د جګړو دوام کابل ښاریانو ته ترانسپورټي خدمتونه پیکه کړي

د ملي بس رییس: د جګړو دوام کابل ښاریانو ته ترانسپورټي خدمتونه پیکه کړي

author avatar
2 Jun 2021 - 16:35
د ملي بس رییس: د جګړو دوام کابل ښاریانو ته ترانسپورټي خدمتونه پیکه کړي
author avatar
2 Jun 2021 - 16:35

کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۰): کابل ښاریان په داسې حال کې د منظم ښاري ترانسپورټي سیستم له نشتوالي شکایت کوي او حکومت د یوه منظم سیستم په رامنځته کولو کې پاتې بولي چې د ملي بس د رییس په وینا، په هېواد کې د جګړو دوام د دې ادارې خدمتونه پیکه کړي او حکومت باید د ملي بس ادارې ملاتړ وکړي.

د پژواک خبریال له یو شمېر کابل ښاریانو سره د خبرو په ترڅ کې د ښار په کچه د ملي بس د فعالیت په اړه د دوی نظرونه ترلاسه کړي دي.

ځینو کسانو د ښاري ترانسپورټ د یوه منظم سیستم نه شتون لویه ستونزه بللې ده.

خلک: ښاري ترانسپورټی سیستم دې رامنځته شي

د کابل ښار د سرسبزۍ څلورلارې اوسېدونکي نورحمن عابد پژواک خبري اژانس ته وویل: «د ښاري ترانسپورټ ستونزې موږ له ډېرو نورو ستونزو سره مخ کړي یو؛ که ملي بسونه فعال وای، نو زموږ ستونزې هم کمېدې.»

هغه د ملي بسونو نه شتو، د ټکسيانو لوړه کرایه، ګڼه ګوڼه او ... د کابل ښاریانو اصلي ستونزې یادې کړې او پر حکومت یې نیوکه وکړه چې د منظم ښاري ترانسپورټي سیستم رامنځته کولو په اړه یې پاملرنه نه ده کړې.

هغه له حکومته وغوښتل چې د ښاري ترانسپورټ د منظم سیستم رامنځته کولو په اړه دې پاملرنه وکړي او ویې ویل چې د ملي بس له ادارې باید ملاتړ وشي؛ څو خدمتونه یې د تېر په څېر ښه شي.

د سرچینې په باور، د ملي بسونو فعالول او د ښاري ترانسپورټ منظم سیستم رامنځته کول به د ښار په کچه د خلکو ګڼه ګوڼه کمه کړي.

د کابل ښار د کارته پروان سیمې اوسېدونکې شفیقې مشفق هم له حکومته د ملي بس د ملاتړ غوښتنه وکړه او ویې ویل: «د ملي بسونو فعالیت له دوو اړخو ګټور دی، د لږې کرایې په اخیستلو د خلکو اقتصاد ته زیان نه رسېږي او دویم دا چې د دې ادارې عواید د هېواد له اقتصاد سره مرسته کوي.»

په ورته مهال د ملي بس تصدۍ رییس حمید ګل امیري له پژواک سره په خبرو کې وویل چې د دې ادارې فعالیت شاوخوا ۶۰ کاله وړاندې د «سرویس» په نوم پیل شو؛ خو په وروستیو کلونو کې د جګړو له امله دغه فعالیتونه کمرنګه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په اویایمه لسیزه کې د کورنیو جګړو له امله د ملي بس د شرکت ډېری وسایط په اسکلېټ اوښتي چې په پایله کې ملي بس ونه شو کړای د خدمتونو وړاندې کولو ته دوام ورکړي.

نوموړي په کابل ښار کې د ملي بس فعالیت ښه والي په اړه وویل چې د ملي اردو اړوند د ملي بس ځیني وسایط چې ویجاړ شوي وو، بیا ترمیم شوي او اوس مهال د میرویس میدان - سینما پامیر، کارته نو – سینما پامیر، د خراسان ښارګوټي او قوای مرکز پر لینونو فعالیت کوي.

سرچینې یادونه وکړه چې دا فعالیتونه به ډېر ژر د دارالامان، ده دانا، سرای شمالي او هوایي ډګر پر لینونو هم پیل شي.

د ملي بس رییس وویل، په هڅه کې دی ۳۵۰ هغه بسونه چې له ۱۳۸۱ کال وروسته له افغانستان سره مرسته شوي وو، خو اوس خراب شوي، بیا ترمیم او فعال کړي.

د سرچیني د معلوماتو له مخې، دغه اداره اوس مهال ټول ۱۰۴۶ ملي بسونه لري چې ۴۲۰ بسونه په ولایتونو او پاتې نور په کابل ښار کې دي.

نوموړي وویل چې د ښاري ملي بسونو د فعالولو په تړاو یې له حکومتي چارواکو سره خبرې کړې او هغوی له دې ادارې ټینګ ملاتړ څرګند کړی دی.

د یادونې ده چې له اویایمې هجري لمریزې لسیزې مخکې، په دې ښار کې د ښاري ترانسپورټ منظم سیستم شتون درلود او پر ټکسیانو سربېره،په ټولو ناحیو کې ښاري ملي بسونو هم فعالیت درلود؛ خو د ډاکتر نجیب الله د حکومت له نسکورېدو وروسته، دا سیستم چې یو څه موده فعال و، خو له منځه لاړ او ډېری ښاري ملي بسونه ویجاړ شوي او د ګټې اخیستنې وړ نه دي.

دا مهال د ښار په ډېرو ناحیو کې ډېری خلک له ټکسیانو؛ او په ځینو برخو کې، د تونس موټرو تر څنګ، مسافر وړوونکي بسونه چې د خصوصي سکټور له خوا فعالیت کوي، ګټه خلي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.