ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

  د کرونا پېښو له ډېرېدو سره د اکسېجن بیه دوه برابره شوې ده  

  د کرونا پېښو له ډېرېدو سره د اکسېجن بیه دوه برابره شوې ده  

author avatar
2 Jun 2021 - 17:19
  د کرونا پېښو له ډېرېدو سره د اکسېجن بیه دوه برابره شوې ده  
author avatar
2 Jun 2021 - 17:19

کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۰): افغانستان کې د کرونا ویروس درېيمه څپه کې د دغې ناروغۍ د پېښو له ډېرېدو سره کابل کې د اکسېجن د کمښت ستونزه رامنځته شوې او بازار کې یې بیه دوه برابره شوې ده.

افغانستان کې د کوویډ -۱۹ ناروغۍ لومړۍ پېښه تېر کال د کب په لومړیو کې ثبت شوه. له هغه وروسته د کرونا ویروس ـ چې تراوسه یې افغانستان کې له امله ۳۰۳۴ کسان مړه شوي – دوه څپې تېرې شوي او درېیمه یې روانه ده.

‎د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ ۱۱۱۸ پېښې ثبت شوي او د دغې ناروغۍ له امله ۲۷ کسان مړه شوي دي.

اکسېجن پر کوویډ – ۱۹ ناروغۍ اخته کسانو ته ډېر په روغتونونو کې کارول کیږي، خو ځینې کسان یې دغو ناروغانو ته په کورونو کې هم کاروي.

د کوویډ- ۱۹ ناروغانو لپاره د اکسېجن کمښت ستونزې په اړه په تېرو دوو څپو کې هم راپورونه خپاره شوي، خو اوس بیا ورته شکایت شتون لري.

د کابل ښار یو اوسېدونکی کبیرکبیر د اکسېجن له کمښت او لوړې بیې سرټکوي. هغه د جزییاتو له ورکولو پرته وایي:”ما تېره شپه خپل پلار ته په ۱۸۰ ډالره پیدا کړ، تقریبا اووه ساعته تر اکسېجن لاندې و، روغتون والا غوښتل دویم اکیسجن په ۳۵۰ ډالره راباندې وپلوري.”

د اکسېجن یو پلورونکی میرویس وایي، کابل کې د اکسېجن تولید اووه شرکتونه دي چې له دولتي او شخصي روغتونونو سره یې تړونونه کړي، نو ځکه عام بازار ته د اکسېجن ورکړه کمه شوې او بیه یې لوړه شوې ده.

دی وايي، یوه اوونۍ کېږي چې اکسېجن په ډېرو ځایونو کې نه پیدا کېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، شرکتونو څلوېښت لېتره اکسېجن پخوا په ۲۵۰ افغانۍ پلوره، خو اوس یې په ۵۰۰ افغانۍ پلوري او هټۍ وال اړ دي چې تر ۲۰۰ افغانیو پورې ګټه پرې ور واچوي او په ۷۰۰ افغانۍ یې وپلوري.

خو د لوی ننګرهار اکسېجن او نایتروجن تولید شرکت رییس نسیم الله درمان وایي چې دغه شرکت هم پخوا او هم اوس څلوېښت لېتره اکسېجن په ۳۰۰ افغانۍ پلوري.

دی وایي چې حکومت د اکسېجن د تولید له فابریکو سره همکاري نه کوي، کافي برېښنا نه ورکوي او له همدې امله د اکسېجن تولید کم دی، خو اړتیا یې ډېره شوې او په پرچون پلورنځیو کې یې بیې لوړې شوې دي.

دی وايي، د بیو لوړوالي لامل دا دی چې د روغتیا وزارت په غوښتنه هڅه کوي چې اکسېجن لومړی روغتونونو ته ورسوي او له هغه وروسته یې بازار ته وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو روغتونونو کې هم د اکسېجن د کمښت ستونزه شته.

کابل کې د خیرخانې ۱۰۲ بستریز دولتي روغتون مشر محمدحسیب جبران وایي چې د اکسېجن کمښت د عرضې او تقاضا له موضوع سره تړلی، له همدې امله په وروستیو کې نه یوازې دغه بلکې نور روغتونونه هم د اکسېجن له کمښت سره مخامخ شوي دي.

کابل کې د شیخ زاید دولتي روغتون سرطبیب محمد قیس وویل چې په دې روغتون کې هم د اکسېجن د کمښت ستونزه شته، خو دا ستونزه ډېره نه ده.

دی وايي:”څو ورځې مخکې د قصبې روغتون پرانیستې لپاره یې له شیخ زاید روغتونه د اکسېجن ډبې وړې وې، هغو ورځو کې لږ په تکلیف کې و، اوس یې بېرته راوړي نو اوس ګوزاره کېږي.”

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر وحیدالله مجروح تېره شپه پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي چې د اکسېجن کمښت ورو، ورو په جدي ستونزې بدلیږي.

دی د کرونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره د خلکو له خوا د روغتیایي سپارښتنو عملي کېدو ته په اشارې وايي:”که زموږ وطنوال له موږ سره مرسته ونه کړي ډېر ژر به د یو لوی ناورین شاهدان شو.”

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني یوه میاشت وړاندې د کرونا د درېیمې څپې د مدیریت په اړه په یوه مشورتي غونډه کې ټینګار وکړ چې د اکسېجن د کمښت ستونزه باید هواره شي.

هغه عامې روغتیا وزارت ته سپارښتنه کړې وه چې په دې برخه کې باید د خصوصي سکټور همکاري خپله شي او د اکسېجن د کمښت د ستونزې د مدیریت په موخه دې پر یوه پلان هم کار وشي.

د عامې روغتیا وزارت له ویاند غلام دستګیر نظري سره مو د اکسېجن د کمښت او بیو لوړوالي موضوع شریکه کړه، خو ویې ویل چې هغه په یوه ناسته کې دی او وروسته به ځواب ورکړي، خو ده تر اوسه چې پنځه ساعته تېر شوي په دې اړه ځواب ورنه کړ.

Views: 61

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.