ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان له نړیوالو د اکسېجن بېړنۍ غوښتنه وکړه

افغانستان له نړیوالو د اکسېجن بېړنۍ غوښتنه وکړه

author avatar
4 Jun 2021 - 21:25
افغانستان له نړیوالو د اکسېجن بېړنۍ غوښتنه وکړه
author avatar
4 Jun 2021 - 21:25

کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۰): د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له ګاونډیو هېوادونو او په سیمه کې د افغانستان له سفیرانو، جنرال قونسلانو او د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي څانګو له ريیسانو سره د بېړنیو روغتيايي مرستو جلبولو لپاره غونډه وکړه.

دبهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د هېواد بهرنیو چارو وزیر په ګاونډیو هېوادونو او سیمه کې د افغانستان ډیپلوماتیکو ماموریتونو او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي څانګو رئیسانو ته لارښوونه وکړه چې د کويد – ١٩ سره د مبارزې استعجالیت ته په کتلو سره د کوربه هېوادونو، نړیوالو بنسټونو او په کابل کې ټولو بهرنیو سفارتونو سره د اکسیجن او طبي تجهیزات چمتو کولو په موخه، اړیکه ونيسي.

اتمر په داسې حال کې چې د کويد – ١٩ پروړاندې د مبارزې په تیرو پړاونو کې د دوستو هېوادونو له ملاتړ څخه ستاینه وکړه، زیاته يې کړه چې د افغانستان حکومت او خلک د ګاونډیو هېوادونو او سیمې څخه تمه لري چې په دې مرحله کې هم د افغانستان خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه د هېواد روغتيايي سکتور اړتیاو ته په اشارې سره وویل چې افغانستان د اکسېجن، د اکسېجن د تولید ماشینونو، ټانکرونو او سلنډرونو ته اړتیا لري.

د بهرنیو چارو وزیر همداراز د افغانستان ډیپلوماتیکو ماموریتونو مسولینو او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي څانګو رئیسانو ته لارښوونه وکړه چې روغتیايي وضعیت او د خلکو اړتیاوو ته په پام سره، د کوربه هېوادونو او په کابل کې د میشت بهرنیو سفارتونو د ملاتړ راجلبولو او افغانستان ته د اکسیجن او طبي تجهیزات د ليږد لپاره، ټول اړین اقدامات ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د کرونا دریمه څپه په ډيرې تیزۍ سره د خپریدو په حال کې ده، هره ورځ تر زرو ډیر کسان پر کرونا اخته او تر ۳۰ پورې مړه کیږي.

په افغانستان کې تر اوسه شاوخوا ۷۷ زره کسان پر کرونا اخته او تر ۳ زرو ډیرمړه شوي دي.

 

Views: 457

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.