ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان سفیر : له دې وروسته د افغانستان خلاف په پاکستان کې د فتوا ورکولو مخه نیول کیږي

افغان سفیر : له دې وروسته د افغانستان خلاف په پاکستان کې د فتوا ورکولو مخه نیول کیږي

author avatar
11 Jun 2021 - 17:36
افغان سفیر : له دې وروسته د افغانستان خلاف په پاکستان کې د فتوا ورکولو مخه نیول کیږي
author avatar
11 Jun 2021 - 17:36

کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۰) : په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر احمد جاوید مجددي وایي چې د مکې مکرمې د علماوو کنفرانس ډیرې ښې لاسته راوړنې درلودې او ددې کنفرانس د پریکړو د عملي کولو لپاره یو کمیسیون جوړ شوی دی.

د افغانستان او پاکستان ددیني عالمانو ګډ کنفرانس پرون د سعودي عربستان په کوربه توب او د سعودي د رابطه العالم الاسلامي لخوا د حرم شریف ترڅنګ په مکې ښار کې ترسره شو.

ددې کنفرانس په پای کې یوه ۱۵ ماده ییزه اعلامیه خبره شوې چې پکې د افغانستان له سولې پروسې ملاتړ ، د جګړو او وینې توییدنې مخالفت شوی دي.

په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر احمد جاوید مجددي  د غبرګولي په ۲۱مه، پژواک خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، له نېکه مرغه دا کنفرانس ډیر بریالی و او ګډونوالو د افغانستان د سولې ملاتړ او د وینې توییدنې مخالفت وکړ.

هغه زیاته کړه : ” له دې کنفرانس څخه موخه داوه، چې چې د افغانستان او پاکستان دیني عالمان به یوه خوله د جګړې او د سولې ملاتړ وکړي او همدغسې وشول. ”

مجددي وایي چې سوله د افغانستان د خلکو او حکومت اصلي غوښتنه ده، او په دې برخه کې د پاکستان د علماوو ملاتړ اړین وو.

د افغانستان سفیر وایي، چې د پاکستان دیني عالمان اوسنۍ جګړه تحریم کړه او هر ډول تاوتریخوالی چې افغانانو ته او عام المنفعه ته زیان رسوي، مردود وګڼل .

د نوموړي به وینا، د کنفرانس ګډونوالو له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل، چې د جګړو پر ځای د مذاکراتو میز ته وګرځي ، په سوله ییزه توګه خپلې شخړې هواري او یوې عادلانه سولې ته ځان ورسوي.

مجددي زیاته کړه، چې نن د حرمینو الشریفنو امام شیخ سدیس په افغانستان کې د سولې لپاره دعا وکړه، له سولې پروسې او د مکې د کنفرانس له پریکړو یې ملاتړ وکړ.

افغان سفیر وایي چې سعودي ته د افغانستان د حج د وزیر سفر ډیر بریالی و، د اسلامي کنفرانس له سرمنشي، د رابطه العالم اسلامي له مشر سره او نورو سره یې ولیدل چې ټولو د سولې لپاره دافغانستان له موقت څخه ملاتړ وکړ.

ده وویل چې د یاد کنفرانس پای کې د یوه کمیسیون جوړولو پریکړه وشوه، چې دوی به هر وخت ناستې کوي او د کنفرانس د اعلامیې او پریکړو د عملي کولو په اړه به سلا مشورې کوي.

د هغه په وینا، دا کمیسیون به په پاکستان کې د افغانستان خلاف د فتواګانو ورکولو او تاوتریخوالي ته د هوا ورکولو د هڅو مخنیوی هم کوی.

Visits: 1223

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.