Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په بغلان او لوګر کې ملکي وګړو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

پلخمري-پل علم (پژواک، ٢٢ غبرګولى ١٤٠٠): د بغلان په مرکز پلخمري کې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او په لوګر کې څلور پوليس وژل شوي دي.

د بغلان د مرکز ډنډ غوري د شینوارو کلي اوسېدونکي نوید د غبرګولي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د یاد کلي یوې کورنۍ غوښتل له جګړې څخه جومات ته پناه یوسي، خو موخې ته له رسېدو وړاندې  د ‌‌ډیسي توپ مرمۍ پرې ولګېدله.

هغه وايي چې په دې پېښه کې د کورنۍ مشر چنار خان، مېرمنه یې، مشر زوی او یوه لور يې ټپيان شوي او يوه بله ماشومه لور يې وژل شوې ده.

دغه راز د بغلان د عامې روغتیا ریاست ویاند عبدالله ملنګ وایي چې له ډنډ غوري سیمې څخه ملکي روغتون ته د یوې کورنۍ درې ټپیان انتقال شوي او يوه ماشومه يې د ژورو ټپونو له امله مړه شوې ده.

د بغلان امنيتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم د ډنډغوري په ملايانو سيمه کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله د ښځو په ګډون څلور کسان مړه شوي وو.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په لوګر کې څلور پوليس وژل شوي.

په لوګر کې يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې نن له غرمې وروسته د مرکز پل علم اړوند د تېرې په سيمه کې طالبانو د پوليسو پر يوه رنجر موټر بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغې پېښه کې څلور پوليس وژل شوي دي.

بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دغه پوليس د طالبانو په بريد کې وژل شوي دي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په ټول هېواد کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى چې له امله يې خلک سخت اندېښمن دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.