ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکې: طالبان دې سوله او اوربند وکړي

لاريون کوونکې: طالبان دې سوله او اوربند وکړي

author avatar
13 Jun 2021 - 14:20
لاريون کوونکې: طالبان دې سوله او اوربند وکړي
author avatar
13 Jun 2021 - 14:20

جلال اباد (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰): د ننګرهار ولايت لسګونه ښځينه مدني فعالانو او مېرمنو د يو لاريون پرمهال پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې اوربند اعلان کړي او سوله وکړي.

دوی په ورته وخت کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ هم وکړ او د جګړې له ښکېلو غاړو يې وغوښتل چې د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي.

لاريون د غبرګولي په ۲۳مه د جلال اباد ښار اړوند د ولايتي شورا مخې ته سهار پيل شوی و چې رهبري يې د ننګرهار د پياوړو ښځو شبکې کوله.

د دغې شبکې مشرې او د لاريون ګډونوالې مقدسې سالارزۍ وويل، له ننني لاريون څخه يې موخه د افغان جګړې د پای او اوربند غوښتنه ده او دغه راز پر طالبانو غږ کول دي چې نور دې له حکومت سره سوله وکړي.

هغې زياته کړه، چې له دغه لاريون څخه بله موخه د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ دی چې سرتېري د وطن او هېوادوالو لپاره قرباني ورکوي، نو بايد ملاتړ يې وشي.

د لاريون بلې ګډونوالې ثنا نوري پر وسله والو طالبانو د سولې غږ وکړ او دغه راز يې ترې غوښتنه وکړه چې د جګړو پرمهال دې د ملکي افغانانو ژوند ته پاملرنه وکړي.

نوموړې وويل: ” ډېرو ولايتونو او ولسواليو کې جګړو زور اخیستی هغه هم په داسې حالاتو کې چې د سولې خبرې روانې دي، نو دا بې معنی خبرې دي چې هم د سولې خبرې روانې دي او هم مو جګړو ته زور ورکړی دی. ښځې وژنئ، ماشومان وژنئ، مکتب سوځوئ، غنم سوځوئ، کورونو ته اور اچوئ، دوی تاسو ته څه بد رسولي دي.”

د لاريون يو شمېر ګډونوالې هغه مېرمنې وې چې جګړو يې د کورنۍ غړي ترې اخیستي چې پر طالبانو يې د اوربند غږ وکړ.

سهيلا چې کونډه ده وايي، حکومت او طالبان دې نور له جګړو لاس واخلي، ځکه جګړه يوازې ځوانان وژلی شي، وطن بربادولی شي نوره يې هېڅ ګټه نشته دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوي ځانګړي استازي د بریدونو او د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د دغه وضعیت دوام يې د ملګرو ملتونو او په افغانستان کې د سولې ملاتړ کوونکو لپاره د نه منلو وړ وباله.

Visits: 107

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.