ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ديني عالمان: د اسلام دین په هغو ناستو کې ګډون جایز نه ګڼي چې د ویروس د انتقال لامل کېږي

ديني عالمان: د اسلام دین په هغو ناستو کې ګډون جایز نه ګڼي چې د ویروس د انتقال لامل کېږي

author avatar
13 Jun 2021 - 15:29
ديني عالمان: د اسلام دین په هغو ناستو کې ګډون جایز نه ګڼي چې د ویروس د انتقال لامل کېږي
author avatar
13 Jun 2021 - 15:29

کابل (پژواک، ۲۲غبرګولی ۱۴۰۰): دیني عالمان د مسلمانانو ترمنځ د همدردۍ پر تقویې د ټینګار ترڅنګ وايي، د کرونا ویروس خپرېدو ته په پام خلک باید د فاتحې، ختم او خیرات په مراسمو کې چې شرعي صبغه نه لري له ګډون څخه جدي ډډه وکړي.

شاوخوا یو نیم کال مخکې په هرات ولایت کې د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوه، تر اوسه يې په ټول هېواد کې ۸۸ زره پېښې ثبت شوې او څه باندې ۳۵۰۰ کسانو یې له امله ساه ور کړې ده.

په افغانستان کې اوس د کرونا درېیمه څپه پیل شوې، پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر څلور برابره او د یادې ناروغۍ له امله د مړو شمېر څه باندې پنځه برابره ډېر شوی دی.

که څه هم د کرونا ناروغۍ تر خپرېدو وروسته د روغتیا نړیوال سازمان او ډاکترانو د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ځينې روغتیايي سپارښتنې (په صابون د لاسو مینځل، له ماسک څخه استفاده، یو متر ټولنیز واټن، په سرتړلو ځایونو کې له راټولېدو ډډه، د چاپېریال ضد عفوني کول) جوړې او مراعات یې لازمي بللی دی، خو اوس مهال هم ډېری هېوادوال دغه لارښوونې نه مراعاتوي.

عامې روغتیا وزارت د کرونا مثبت پېښو له ثبت وروسته د غبرګولي په اتمه اعلان وکړ چې ټول ښوونیز او تحصیلي مرکزونه د دوو اوونیو لپاره رخصت دي، دوه ورځې مخکې یې د خبرپاڼې په خپرولو سره دغه رخصتي دوه اوونۍ نوره وغځوله، ترڅنګ یې د ودونو د هوټلو، رسمي کنفرانسونه او ناستې هم د یاد وخت لپاره بندې اعلان کړې.

که څه هم عامې روغتیا وزارت په تکراري ډول له خلکو غواړي چې روغتیايي سپارښتنې په جدي ډول مراعات کړي او ترڅنګ یې په ناستو کې ګډون ونه کړي، خو اوس مهال ډېری خلک د روغتیايي سپارښتنو خلاف عمل کوي، د خوښۍ او مذهبي ورځو په مراسمو کې ګډون کوي، په ښار او بازار کې له ماسک او ټولنیز واټن مراعات پرته تګ راتګ کوي.

د پژواک خبریال کابل ښار کې د نارینه او ښځینه د فاتحې څو مراسمو ته تللی چې په ډېری دغو مراسمو خلکو روغتیايي سپارښتنې (ماسک تړل، ټولنیز واټن، لاس نه ورکول، د مخ ښکلولو څخه ډډه) نه دي مراعات کړي

دیني عالمان: په هغو غونډو کې ګډون جایز نه دی چې د کرونا ویروس د انتقال لامل کېږي

ديني عالم مفتي شمس الرحمن فروتن پژواک ته وویل: ((کرونا د بشریت تر ټولو خطرناکه او وژونکې ناروغي ده، د اسلام مبارک دين په هغو ناستو کې ګډون جایز نه ګڼې چې د دغه ویروس د انتقال لامل ګرځي، له دې امله لومړی په غیر ضروري ناستو کې له ګډون ځان وساتئ، د بېلګې په توګه په بازارونو، مارکېټونو، د واده په تالارونو او دغه راز د فاتحې په تالارونو کې له ګډون ډډه وکړئ.))

هغه شکمنو او پر کرونا اخته کسانو ته په اشاره زیاته کړه، باید کور کې قرنطین کې پاتې شي، له روغو کسانو سره له تماس ډډه وکړي او که له نورو کسانو سره اړیکه نیسي باید ماسک او دستکش ولري.

هغه په ټینګار سره وویل: ((کله چې یو کس د جمعې یا جماعت لمانځه لپاره جومات ته ځي، که پر زوکام ته ورته ناروغۍ اخته وي نو جومات ته تلل یې ضروري نه دي او په نه تګ نه ګناهکارېږي.))

فروتن د لمانځه پر مهال د واټن رامنځته کول اړین وبلل، لمونځ کوونکو ته یې په خطاب وویل، د جماعت لمانځه پر مهال باید یو متر واټن مراعت کړي او له ماسک پرته باید له کوره بهر لاړ نه شي.

هغه د جوماتونو پر ضد عفوني کېدو هم ټینګار وکړ او روښانه یې کړه چې خلک دې هغو ناستو ته نه ځي چې ټولنیز واټن په کې نه مراعاتېږي، ان په جوماتونو کې.

فروتن د خپلو خبرو په یوه برخه کې په دغه ډول کرونايي وضعیت کې د فاتحې، ختم او خیرات په مراسمو کې د خلکو ګډون ته په اشاره وویل: ((د فاتحې مراسم مستحب عمل دی، که کرونا ډېره جدي هم نه وي باید فاتحې مراسمو ته له تګ ډډه وشي او د فاتحې مراسم ترسره نه شي.))

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور محمد معروف حنیف د پژواک خبریال ته په ځانګړو خبرو کې وویل: ((هغه کارونه چې موږ یې ترسره کوو دوه اړخه لري. یو شرعي اړخ دی یعنې په دې مانا چې نبي کریم (ص) څه روا کړي وي چې موږ یې باید ترسره کړو. یو د ټولنیز اړخ مساله ده یعنې ځينې کارونه باید د ټولنې د رواج او دید له مخې ترسره کړو خو شرعي اړخ نه لري.))

نوموړي زیاته کړه، د عزادارۍ په مساله کې، رسول الله (ص) موږ ته ویلي: ((څوک چې مړ شي موږ یې باید په جنازه کې ګډون وکړو، هر څوک چې په جنازه کې ګډون وکړي د احد غره په اندازه ثواب لري، که د مړي د خاور ته سپارلو تر مراسمو یې ګډون وکړ د احد غره دوه برابره یعنې دوه قیرات ثواب ورکول کېږي.))

هغه د فاتحې مراسمو ته په اشاره وویل: ((په اوسني وضعیت کې چې دغه ناروغي (کرونا) په احادیثو کې د طاعون په نوم یاده شوې د فاتحې مراسمو ترسره کول په هېڅ عنوان جواز نه لري او دا د نبي اکرم (ص) د امر او ارشاداتو مخالف دي.))

هغه د حضرت محمد (ص) یوه حدیث شریف ته په اشاره وویل: ((هر څوک چې پر جزام ناروغۍ اخته شوی، تاسو ترې داسې وتښتئ لکه له څېروونکي زمري چې تښتئ، په همدې شکل باید انسانان له هغو کسانو وتښتي چې ساري ناروغۍ لري.))

نوموړي د نبي کریم (ص) بل حدیث رانقل کړ او ویې ویل چې رسول الله (ص) فرمایلي: ((ناروغ کس دې له روغ کس سره نه یو ځای کېږي او باید له یو بل سره واټن ولري او ان د دوی کور ته داخل نه شي.))

یاد عالم وویل: ((د فاتحې مراسم او په دغو مراسمو کې ګډون شرعي اړخ نه لري او طبیعي ده چې په اسلام کې نشته، دا یوازې د ټولنیز رواج موضوع ده. اوس د دغه ټولنیز رواج پرېښودل واجب او فرض دي چې باید پرېښودل شي، ځکه دا د انسان د روغتیا مساله ده او د انسان د روغتیا ساتنه فرض ده.))

طبي پوهان: د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره باید عمومي قرنطین وضعه شي

د عامې روغتیا وزارت پخواني سلاکار ډاکتر شېرزاد پژواک ته وویل، په سرتړلو ځایونو کې د غم او خوښۍ په مراسمو کې ګډون ناورین رامنځته کوي او ناشونې ده چې په دغه ډول ځایونو کې چې سلګونه کسانو په کې ګډون کړی وي پر کرونا اخته کسان تشخیص شي.

نوموړي له حکومته وغوښتل چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي او په سرتړلو ځایونو کې د محفلونو ترسره کول منعه کړي.

هېوادوال: ځينې خلک د کرونا ویروس پر وړاندې بې تفاوته دي

د کابل ښار د پل سرخ اوسېدونکي ازدا یحیايي وویل: ((زموږ یو شمېر هېوادوال فکر نه کوي او اصلا روغتیايي لارښوونې نه مراعاتوي.))

نوموړي وویل، خلک په ښار کې له ماسک پرته تګ راتګ کوي، ټولنیز واټن نه مراعاتېږي او هره ورځ سلګونه کسان د غم او خوښۍ په مراسمو کې د روغتیايي سپارښتنو له مراعات پرته ګډون کوي، دغه کار کولای شي په بې ساري ډول ناروغان ډېر کړي.

د کابل ښار د خیرخانې سیمې اوسېدونکې نبیلا چې څو ورځې مخکې یې د یوه خپلوان د فاتحې په مراسمو کې ګډون کړی و پژواک ته وویل: ((په دغو مراسمو کې لسګونه ښځو له ماسک پرته ګډون کړی وو، د یوې او بلې ترڅنګ ناستې وې او ان د یوې بلې مخ یې ښکلاوه.))

هغې له حکومته وغوښتل چې د ښوونیزو مرکزونو د رخصت کېدو ترڅنګ په هوټلونو کې ودونه او د غونډو نور محلونه، په جوماتونو کې د نارینه وو او په سالونونو کې د ښځو د فاتحې مراسمو مخه ونیسي.

Views: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.