کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۰) : د افغان سولې لپاه د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې هېواد یې له افغانستان سره امنیتي، اقتصادي او بشري مرستو ته ادامه ورکوي.
خلیلزاد دغه څرګندونې قزاقستان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو سره د افغان سولې په اړه تر خبرو وروسته په پلازمېنه نور سلطان کې د یوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.
هغه د افغان سولې د پیاوړتیا لپاره د قزاقستان په ګډون د سیمې هېوادونو رول مهم وباله او زیاتهیې کړه: “په افغانستان کې د پرمختیا هدف ته د رسېدو لپاره موږ له نورو هېوادونو سره ګډ کار کوو او زه دلته د دې لپاره راغلی یم چې له چارواکو سره په دې اړه چې په ځانګړې توګه متحده ایالات او قزاقستان په ګډه او هم قزاقستان په یوازې سر د سولې د بهیر د پرمختګ او د اقتصادي ښې راتلونکې او د افغانستان له وګړو سره څه مرسته کولای شي، خبرې وکړم.”
ده زیاته کړه، د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته به امریکا جنګ ځپلی افغانستان یواځې نه پرېږدي.
ټاکل شوې ده، چې د ولسمشر بایډن د اعلان له مخې، د روان زیږدیز کال تر سپټمبر میاشتې پورې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.
زلمي خلیلزاد ویلي : ” زموږ ځواکونه له افغانستان څخه وځي، خو امریکا له افغانستانه نه وځي، موږ به د افغانستان سولې او ملي روغې جوړې لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوو. ”
د امریکا ځانګړي استازي ویلي، چې له افغانستان سره به امنیتي، اقتصادي او بشري مرستو ته ادامه ورکړو.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څو ورځې مخکې له افغانستان سره د ۲۶۰ میلیونه ډالرو بشري مرستې اعلان وکړ.
خلیلزاد دا هم ویلي چې د افغانستان په تړاو یې د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره هم سلا مشورې کړې دي او دا لړۍ به ادامه ولري.
د هغه په وینا، د افغانستان د سولې په تړاو امریکا او روسیه په ګډه کار کوي.
د یادونې ده چې زلمی خلیلزاد شاوخوا لس ورځې مخکې کابل ته راغلی و او دلته یې له ولسمشر اشرف غني او نورو سیاسي مشرانو سره سلا مشورې وکړې.
هغه بیا قطر ته ولاړ او هلته یې د افغان دولت او طالبانو له مذاکراتي ټیمونو سره خبرې اترې کړې دي.
Views: 74
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن