ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرونا له امله د مړو له زیاتېدو سره د تابوت پلورونکو او قبر کیندونکو کاروبار ښه شوی

د کرونا له امله د مړو له زیاتېدو سره د تابوت پلورونکو او قبر کیندونکو کاروبار ښه شوی

کابل ( پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۰ ): د کابل یو شمېر قبر کیدونکي او تابوت پلورونکي وایي چې له تېرو درېیو اوونیو راهیسې د کرونا ویروس له امله د خلکو مړینه زیاته شوې او یواځې یوې هدیرې ته د ورځې ۱۷ کرونایي مړي راوړل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا درېیمه څپه په تیزۍ سره روانه ده او د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، هره ورځ له ۵۰ تر ۸۰ پورې کسان په ټول هېواد کې د کرونا له امله مړه کیږي.

د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند د حاجي نبي ښارګوټي د عمومي هدیرې د قبر کیدونکو مسوول محمد ابراهیم پژواک اژانس ته وویل چې له تېرو څو ورځو راهیسې دغې هدیرې ته د مړو راوړلو شمېر زیات شوی دی.

نوموړی وایي، د کرونا ویروس له زیاتېدو سره دوی هره ورځ شاوخوا ۱۷ کسانو ته قبرونه وباسي چې مخکې یې یوازې پنځه قبرونه ایستل. 

د هغه په ینا، اته کاریګر ورسره کار کوي چې د ورځې ۳۵۰ افغانۍ مزد ورکوي.

ابراهیم وایي چې د مړو په زیاتېدو سره د کیندل شوو قبرونو په بیو کې لوړوالی نه دی راغلی او یو کیندل شوی قبر په ۱۲۵۰ افغانۍ د شرکت له لوري پلورل کیږي.

د دغې هدیرې یو تن قبر کیدونکي حسن پژواک ته وویل، لس کسان په دغې هدیره کې قبرونه باسي او هر یوه ته د ورځې ۳۵۰ افغانۍ مزد ورکوي.

هغه وایي، له تېرو درېیو اوونیو راهیسې د کرونا ویروس له امله د خلکو مړینه زیاته شوې او هر ورځ تر شلو پورې قبرونه باسي.

نوموړي زیاته کړه: “زیاتره هغه کسان چې د کرونا ویروس له امله مړه کیږي، خپلوان یې ورسره زیات راځي چې همدا د دې لامل شوی چې دا مرض نور هم زیات شي. ”

د دغې هدیرې بل قبر کېدونکی چمن علي وایي چې دلته د ورځې تر شلو پورې قبرونه ایستل کیږي.

ده زیاته کړه، پخوا په دې هدیره کې تر پنځو پورې قبرونه ایستل کېدل، خو د کرونا ویروس په زیاتېدو سره یې شمېره زیاته شوې ده.

نوموړي وویل چې دوی ته یو قبر د شرکت له لوري په دوه سوه افغانۍ په اجاره ورکول کیږي او د ورځې دوه قبرونه وباسي.

دغه هدیره د حاجي نبي ښارګوټي په ۳۰۰ مترۍ کې پر یوې غونډۍ موقعیت لري او قبر کېندونکو تیار لسګونه قبرونه کیندلي او په مراجعینو باندې یې پلوري.

د کابل یو تن اوسېدونکي خدایداد چې یادې هدیرې ته د قبر اخیستو لپاره راغلی و، پژواک ته وویل چې له تېرو پنځلس ورځو راهیسې یې پنځه دوستان د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.

هغه وایي: ” زما یو خپلوان مړ شو، راغلم چې د هغه لپاره له قبر کېندونکو سره خبره وکړم، خو وروسته بل زنګ راغی چې په روغتون کې بل خپلوان مو هم وفات شوی دی. ”

خدایداد وویل، په روغتونونو کې د اکسیجن د کمښت له امله ډېری د کرونا ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي او د دوی ناروغ هم د اکسیجن د کمښت له امله و مړ.

د هغه په وینا، په شرکتونو کې اکسیجن یوازې سرمایه دارو خلکو ته رسیږي او غریب ته یې څوک نه ورکوي.

نوموړي له خلکو ِغوښتنه وکړه چې کرونا جدي ونیسي او روغتیایې لارښوونې دې عملي کړي، تر څو په هېواد کې د دغه بحران مخه ونیول شي.

بلخوا د کابل ښار تابوت پلورونکي وایي چې د کرونا ویروس په زیاتېدو سره د پخوا په پرتله اوس خلک زیات تابونه اخلي.

روهین چې د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د تابوتونو هټۍ لري پژواک ته وویل، چې پخوا یې د ورځې دوه یا درې تابوتونه پلورل، خو اوس دا شمېر ۱۲ ته لوړ شوی دی.

نوموړي وویل چې د کرونا ویروس له امله د لرګیو بیه لوړه شوې او د تابوتونو بیې هم ورسره لوړې شوې دي.

روهین زیاتوي، د تختې کیفیت ته په کتلو سره یو تابوت له ۱۶۰۰ افغانیو څخه تر ۲۵۰۰ افغانیو پورې پلوري.

همدارنګه غلام سخي چې په کابل ښار کې د تابوتونو هټۍ لري پژواک ته وویل، د کرونا ویروس په زیاتېدو سره د تابوتونو پلور زیات شوی دی.

نوموړی وایي، مخکې ورځو کې به ځينو خلکو د شپې له خوا هم تابوتونه اخیستل، خو اوس یې څوک نه اخلي.

سخي وایي: “هر ډول تابوتونه لرو، بیې هم فرق کوي، کوچنی سایز تابوت په ۱۴۰۰ افغانۍ او غټ سایز په ۲۰۰۰ افغانۍ پلورو او د کرونا په راتګ سره یو څه قیمتونه لوړ شوي دي.))

له رسنیو سره د ښاروالۍ د همغږۍ مسوول غلام معروف علیزي پژواک ته وویل چې د کرونا مړو لپاره یې د کابل په سوېل کې یوه سیمه ځانګړې کړې ده، خو دا یې ونه ویل چې کومه ساحه کې دا هدیره موقعیت لري.

دی وایي، د کرونا ویروس له امله چې کوم کسان مړه کیږي روغتیا وزارت او مربوطه روغتونونه مړي چمتو کوي او د ښاروالي کسان یې د کابل په سوېل کې دفن کوي.

دا چې خلک په خپله خپل مړی چیرته خښوي، په دې اړه د ښاروالۍ دغه کارکوونکي معلومات ورنه کړل.

د یادونې ده چې د غبرګولي په ۱۹ مه د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح په یوه خبري غونډه کې ویلي و چې په راتلوونکې یوې میاشتې کې به په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله ډېر بد حالت وي او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې روغتیایي لارښوونې عملي کړي.

Visits: 338

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.