ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان محصلین: که پاکستان لارې خلاصې نه کړي، تحصیلي کال مو ضایع کېږي

افغان محصلین: که پاکستان لارې خلاصې نه کړي، تحصیلي کال مو ضایع کېږي

author avatar
17 Jun 2021 - 11:57
افغان محصلین: که پاکستان لارې خلاصې نه کړي، تحصیلي کال مو ضایع کېږي
author avatar
17 Jun 2021 - 11:57

کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰): هېواد ته په رخصتۍ راغلي افغان محصلین وایي چې په پاکستان کې یې حضوري درسونه پیل شوي او که لاره خلاصه نه شي، نو د سمستر له وروستۍ ازموینې پاتې کېږي.

سلګونه افغان محصلین چې پاکستان ته د زده کړو لپاره په بورسونو تللي، د کرونا له امله له عمومي رخصتۍ وروسته د تېرې روژې په میاشت کې بېرته هېواد ته راغلي وو.

خو اوس چې په پاکستان کې د کرونا ویروس درېیمه څپه د ختمېدو په حال کې ده، هلته ښوونځي او پوهنتونونو پرانيستل شوي او حضوري زده کړې یې پیل شوې دي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی معاذ الله چې د پېښور په ای اېم ساینس کالج کې زده کړې کوي، وایي چې حضوري زده کړې یې دوه اوونۍ مخکې پیل شوې دي او لس ورځې وروسته یې د سمسټر وروستۍ ازموینې پیلیږي.

هغه زیاته کړه چې له دوی څخه مهم درسونه پاتې کېږي او وېره لري چې له ازموینو به پاتې شي.

د فریدالله مومند په نوم بل افغان محصل چې هلته د اقتصاد په پوهنځي کې زده کړې کوي وایي چې په تېرې روژې میاشت کې د رخصتۍ له امله له پاکستانه افغانستان ته راغلی، خو د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله له سلګونو نورو محصلینو سره تر اوسه په افغانستان کې بند پاتې دی.

نوموړي د پاکستان له حکومته وغوښتل چې محصلینو ته باید د تګ ځانګړې اجازه ورکړي.

د لاهور پوهنتون د انجنیري پوهنځي افغان محصل نصرت الله نصرت وایي چې د سمسټر ازموینې یې تېره اوونۍ پیل شوې، خو دوی دلته بند پاتې دي.

دغه محصلین وایي چې که لاره ژر تر ژره خلاصه نه شي، هم به ترې درسونه تېر شي او هم به سلګونه محصلین له ازموینو پاتې شي او تحصیلي کال به یې ضایع شي.

په پاکستان کې د سفارت مطبوعاتي مسوول طاهر نواز وایي چې له کرونا سره د مبارزې ملي ادارې له خوا د افغان محصلینو پر دې ستونزې یې غور پیل کړی چې ډېر ژر به یې پایله معلومه شي.

د پاکستان د کرونا د کنټرول ملي ادارې (اېن سي او سي) له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د کرونا وبا په خپرېدو سره تر بل اعلانه د تورخم لاره تړلې وي.

خو سرچینې زیاته کړې چې په افغانستان کې مېشت پاکستانیان او سخت افغان ناروغان چې د کرونا د منفي ټسټ سند ولري، کولی چې دغه هېواد ته سفر ور وکړي.

یادې ادارې ویلي چې د افغان محصلینو په تړاو به ډېر ژر بل اعلان وکړي.

Visits: 279

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.