کندهار (پژواک ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰): د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ګاز ډبې په چاودنه کې ۸ تنه وژل شوي.
چاودنه نن مازدیګر د دې ولسوالۍ په شهید کلي کې په یوه دوکان کې شوې ده.
د سپین بولدک ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې پژواک ته وویل یو شمیر کلیوال په دې دوکان کې راټول شوي وو چې د ګاز ډبې چاودنه کړې ده.
دغه سرچینه وايي، د چاودنې له امله اته ملکي وګړي وژل شوي چې ډېره برخه یې ماشومان دي.
Views: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن