کابل (پژواک، ٢٩ غبرګولى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٣٨٤ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٩٢ کسان يې له امله مړه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت له لوري د غبرګولي په ٢٩ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٤٣٨٩ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ١٣٨٤ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٠١٩٠٦ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٣١٤ کسان په کابل، ١٨٦ په کاپيسا، ١٠٦ په تخار، ٩٠ په بلخ، ٨٦ په فارياب، ٧٧ په ننګرهار، ٧٢ په میدان وردګ، ٥٦ په کندوز، ٥٠ په لوګر، ٤٨ په هلمند، ٤٥ په غزني، ٤١ په بغلان، ٤٠ په اروزګان، ٤٠ په زابل، ٣٤ په پکتيا، ٢٨ په پنجشېر، ١٧-١٧ په هرات او کندهار، ١٦ په دايکنډي، ١٠ په لغمان، ٩ په بادغيس او دوه کسان په باميان ولايت کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٩٧ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٦٣٨٧٥ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٩٢ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٤١٢٢ ته ورسېد.
د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٧٨ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٦١ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٨،٣ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن