ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو طالبانو په یو شمیر ولایتونو کې د پاڅونونو پر ضد غبرګون وښود

وسله والو طالبانو په یو شمیر ولایتونو کې د پاڅونونو پر ضد غبرګون وښود

author avatar
23 Jun 2021 - 22:56
وسله والو طالبانو په یو شمیر ولایتونو کې د پاڅونونو پر ضد غبرګون وښود
author avatar
23 Jun 2021 - 22:56

کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۰) : وسله والو طالبانو د ولسوالیو تر  سقوط وروسته د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې د خلکو لخوا ددوی پر ضد پاڅونونو ته غبرګون ښودلی دي.

وروسته له هغه چې ګڼ شمیر ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط شوي، په یو شمیر ولایتونو کې د وسله والو  طالبانو پر ضد پر وسله وال پاڅون لاس پورې کړی دي.

د طالبانو لخوا د چنګاښ په ۲مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، هغه اشخاص چې لا هم په هیواد کې د جنګ او جګړو اورته لمن وهي، د پاڅونوالو په نامه خلک وسله وال کوي او یا د خپل ځان د نا مشروع واک د ساتلو لپاره له عامو خلکو څخه د پاڅون په عنوان سوء استفاده کوي، هغوی باید پوه شي چې د طالبانو چلند به يې پر وړاندې ډير جدي وي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، هغوی به له عفوې څخه محرومیږي، نو باید له هرډول خصمانه حرکت څخه ډډه وکړي، عام ولس هم باید خپل اولادونه د داسې جنګ غوښتونکو کړیو په خدمت کې ورنه کړي او مخه يې ونیسي.

سرچینې زیاته کړې، طالبان وروستي تحولات د هیواد او ولس لپاره په خیر ګڼي، چې له امله يې له ګڼو ولسوالیو د جنګ عوامل تصفیه شوي، سوله او امنیت حاکم شوی.

طالبانو ویلي،  څرنګه چې طالبان د هیواد تر مختلفو قومونو، قبیلو او سیمو پورې اړه لري او د هیواد په سطحه د هر قوم، توکم او مختلفو اقشارو نمایندګي کوي نو ټولو هیوادوالو ته بشپړ ډاډ ورکوي چې د هیچا په وړاندې به تبعیض، انتقام جويي، ځان لوړ ګڼل او خصمانه اقدام نه کیږي.

Visits: 8109

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.